کور / شعر / غزل

غزل

کاغذ کې انځور شوي ارمانونه درليږمه
د مينې نه منکره تصويرونه در ليږمه

په څه رانه خفه يې ځوابونه درنه غواړم
د سپين کاغذ په مخ يو لړ سوالونه درليږمه

ته ما په ګناه پوه کړه بيا پاسني هم پالمه
ځيګر مې پر زخمي کړه خنجرونه درليږمه

طوطي په هوا ګرځي يوه ورځ به دي راګير کړم
د تورو تورو زلفو تور دامونه درليږمه