سو له
چي وم ستا په انتظا ر کښي ته را نغلې
شپه سوه تېره په سهارکښي ته را نغلې
په همدې ګرم بازار کښي ته را نغلې
ژمئ تير سو په بها ر کښي ته رانغلې
دسر و ګلو ﻻ له زارکښي ته را نغلې
زما د ميني په انګا ر کښي ته را نغلې
د همز ولو په قطا ر کښي ته رانغلې
دسره اوړي په ا ها ړکښي ته رانغلې
يوه ورځ په دغه لا ر کښي ته رانغلې
د خو ږو نغمـوپه تا رکښي ته رانغلې
شنو بـاغوزموږد ښارکښي ته رانغلې
فـا روق ؤپـه قندها رکښي ته را نغلې
ویښ شه
چي په پټو سترګو ګورې و جها ن ته
يو ځل وګوره په روڼو سترګوځان ته
جهان ځي پر مخ روان دی نه دريږي
ته د دې کاروا نه پا ته بل کا روان ته
که ته غوا ړې همنوا د دي جهان شې
نو له پوهي سره ولاړ شه ا متحان ته
د جهان بنسټ دی ټينګ ولاړ پرپوهه
پوهه هر څه ورکولای شي ا نسان ته
پوهه ستاد ژوند جوهردی د رته وا يم
کله څوک ځي بېوسلې دجنګ ميدان ته
که دي يووارشو په خوله ثمرد پوهي
بيا به خپله ته حيرانشې وخپل ځان ته
دما دي جهان ښېګڼي به ټول ستا وي
بيابه وکړې ښه خدمت افغا نستان ته
په درا نه خوب چي ويده وي دغفلت
د اويده کاروان بولاړنشي سيستان ته
موږ چي ټول عمرويد ه ؤ لاويد ه يو
سمه لارمو پيدا نکړه خپل ا رمان ته
چي کتاب ا وښوونځيسوځي دښمندی
چي عيان وي حاجت نشته و بيا ن ته
دوی ولي لريوېره زموږله زده کړي
په پوهه ا نسا ن خيژي و ا سما ن ته
چي په ميا شتود اوبوپرمخ روان دی
داجهازدی چي روان دی هندوستانته
چي په شپه اوورځ مزلکړي پهواکي
چلو نکئ ېی خدمت کړي وانسان ته
دتخنيک پرمختياوينې په خپل سترګو
دښووني لا ره خلاصه کړه افغا ن ته
بيله علمه پا ک ا لله پېژند ا ی نشي
زه دزده کړيدعاکړمه پاک سبحان ته
موږټول ستاسي د دا ښکلي بڼ ګلانؤ
بيله زده کړي موسفروکړی خزان ته
که بې زده کړينورهم پاته شوترډېره
ا رما نو سره به دروموګو رستان ته
که موزده کړه په نصيبشوله مورکي
دا وران شوئ کوربه ووينې ودان ته
زړه چي وينه رسوي ږموږ وبدن ته
زده کړه هسي ضروريده هرانسا نته
تلبه اوريځ نوي لمربه بياپه ځلېدوشي
بيا به ګوروښا ئسته ښکلي اسمان ته
فاروق کړي دلوی څښتنه څخه داهيله
سوله بيا را وله زموږ ا فغا نستا ن ته