کور / تازه خبرونه / د مارجې په عملياتو کي اووه بهرنيان وژل سوي دي

د مارجې په عملياتو کي اووه بهرنيان وژل سوي دي

د مارجې عمليات چي نن درېمه ورځ هم روان دي، د ناټو ځواکونه وايي د عملياتو له پيله يې تر اوسه اووه پوځيان وژل سوي دي، چي درې يې برتانويان او څلور امريکايان دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي تر اوسه په دې عملياتو کي ٢٧ تنه طالبان وژل سوي او ډېر ژوندي نيول سوي دي، خو د طالبانو وياند بيا په مقابل کي بهرنيانو او افغان ځواکونو ته د خورا درنو تلفاتو ادعا کوي.
د طالبانو وياند وايي د عملياتو له پيله تر نن ماپښين پوري يې ١٩٢ افغان او بهرني پوځيان وژلي دي او د طالبانو تلفات شپږ تنه ښيي.
بلي خواته پرون د ناټو ځواکونو په يوه کور کي دوولس ملکي کسان وژلي وو، چي علت يې د نورو وختونو په څېر د هدف تېروتنه په ګوته کړې ده.