اسوشیټیډ پریس خبر ورکړ چی امریکایانو او برتانویانو د هلمند د مارجې په عملیاتو کی نن ۱۲ ملکی انسانان هغه مهال په شهادت ورسول چی پر یو کور یې دوه راکټونه ور ګوزار کړل . ناټو وایی چی موږ خپل هدف خطا کړ او دغه ملکی خلک مو له منځه یووړل او له دې امله یې بخښنه غوښتې ده . خو حامد کرزي وویل چی ناټو ۱۰ ملکی خلک وژلي دي .
پنځلس زره پوځیان په خپلو خورا عصری او مجهزو وسلو سره په دې عملیاتو کی د ۴۰۰ الی ۱۰۰۰ طالبانو سره جنګیږی .
څیړونکي وایی چی ناټو ملکی خلکو ته ډاډ ورکړی و چی د خپلو کورونو څخه مه وځی او ژوند به مو ګواکی ژغورلی وی خو اوس یې دا دﺉ د همیشه غوندی د خپلی ژمنی ماتولو ته لاس واچاوه .