د عيسوي كال د فبرورۍ څوارلسمه د مينې ورځ يا وېلنټاينز ډې ده، چې په ټوله نړۍ كې لمانځل كيږي.
په دې ورځ خلك خپلې مينې، ملګرو، د كورنۍ غړو، ماشومانو، پلار او مور ته ډالۍ ، ګلونه ، خوږې او د همدې ورځې ځانګړي كارډونه وركوي.
خو دا ورځ تر ټولو زيات د هلك او انجلۍ د مينې د اظهار د ورځې په نوم ډېره پېژندل شوې ده.
د وېلنټاينز ډې د اصلي سرچينې په اړه بېلابېل فكرونه شته، تر ټولو په زړه پورې كيسه يې دا ده چې په درېيمه پېړۍ كې د روم يوه لوى امپراتور د خپلې پاچاهۍ ځوانان له واده كولو منعه كړل. دوى ته يې امر وكړ چې يوازى د ده په پوج كې وجنګيږي.
خو وېلنټاين چې يو كاتوليك مذهبي و، په پټه به يې د خلكو ودونه كول، تر څو امپراتور په خبر شو د هغه د مرګ امر يې وركړ او زندان ته يې واچوه.
بله كيسه دا هم وايي چې كله وېلنټاين په زندان كې و د زندان د قومندان له ځوانې لور سره يې د مينې تار وغځاوه، او كله چې په همدې ورځ ( د فبروري څوارلسمه) په دار ځړول وشو ، وېلينټاين تر دې وړاندې د خپلې معشوقي په نوم د مينې يو ليك پرې ايښى و.