دسلواغې په ۲۴ مه دمیدان وردګ ولایت دمیدان- بامیانو په لویه لاره د ګوټه عشرو په سیمه کې یو عراده ډمټرک موټر دیوې سراچې موټر سره تخنیکي ستونزوله امله ټکر وکړ، چې له امله په سراچه موټر کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله وا
وښته. دغه پیښه دسلواغې ۲۴ مه سهار ۹ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې ډمټرک موټر دمیدانښار له لورې دجلریز ولسوالۍ په لور او دجلریز ولسوالۍ نه سراچه موټر دمیدانښار په لورې په حرکت کې وو چې د کوټه عشرو په سیمه د تخنیکي، ستونزو له امله موټرو تصادم وکړو او له امله یې په سراچه کې سپاره یوتن ګلاجان نومې مړ او څلور تنه هریو سراچه چلوونکي غلام مولا،سیدذاکر،سیدمسجدي او سیدسرور ټپیان شول ، ټپیان د درملنې په موخه دکابل عاحل
روغتون ته انتقال شوې، د دمترک موټر چلوونکی وزیرګل د دارګل زوی دپکتیاولایت اوسیدونکی د ترفیکو دپولیسو لخوا نیول شوې او ترپوښتنو ګرویګنولاندې دی.