د هندوستان د مهراشترا ايالت په پونا ښار کي چاودني نهه تنه مړ او ٥٧ کسان زخميان کړل.
د پونا پوليس وايي بم تېره شپه په يوه داسي هوټل کي چاودلى چي د بهرنيانو تګ راتګ ورته ډېر وو.
د پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، د مهاراشترا د کورنيو چارو وزير دا يو ترهګر عمل وباله، خو چاته يې د ملامتۍ ګوته ونه نيوله.
په وژل سويو څلورو کي دوې بهرنۍ ښځي او په ټپيانو کي هم بهرني کسان شامل دي.