کور / تازه خبرونه / مارجه: عمليات شروع دي، د ولسي وګړو حال پټ دئ

مارجه: عمليات شروع دي، د ولسي وګړو حال پټ دئ

د هلمند په مارجه ولسوالي کي دنن سهار د پيل سويو عملياتو د مرګ ژوبلي په هکله بېلابېلي ادعاوي کېږي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي د مارجې ولسوالي په دفاع کي يې ګڼ شمېر بهرنيو او کورنيو پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو په کندهار کي د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال شيرمحمد ځاځي بيا د ٢٠ په شاوخوا کي طالبانو د مړيني او د نيژدې ٣٠ د نيولو خبر ورکوي.
افغان امنيتي ځواکونه وايي له ايتلافي ځواکونو سره په عملياتو کي يې د مارجې مرکزي بازار نيولى دئ او د شاوخوا سيمو د لاندي کولو دپاره عمليات روان دي.
د نن ورځي په عملياتو کي که څه هم جنګي اړخونه يو بل ته د درنو تلفاتو ادعاوي کوي او دغه عمليات د نړۍ والو رسنيو سرټکي ګرځېدلي دي، خو په مارجه ولسوالي کي د ملکي کسانو د ژوند حالت له مطبوعاتو پټ دئ.
د راپورونو له مخي د مارجې څخه د زرګونو کسانو پر وتلو سربېره لا هم د سل زرو په شاوخوا کي ملکي کسان پاته وو.