د کندهار ولايت په شمال لوېديځه سيمه باغ پل کي يوه ځانمرګي بريد بهرنيو پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه بريد نن غرمه مهال د کندهار ښار په څنډه د ناګهان يا شاه آغا د دوراهي پر سيمه د هرات او کندهار پر لويه لاره وسو.
له سيمي څخه ورکړل سوي خبرونه وايي د څو تنو ملکي لارويانو په ګډون درې بهرنيان پکښي مړه او څو نور ټپيان سوي دي.
د سيمي اوسېدونکي وايي بريد کوونکى پر بار وړونکي موټرسايکل (په کندهار کي په زرنج مشهور دئ) کي سپور وو او د امريکايي پوځيانو پر يوه کاروان يې ځان وچاودئ.
بهرنيو ځوااکونو لا تر اوسه د خپلي مرګ ژوبلي په هکله څه نه دي ويلي، خو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي په يوه چاودنه کي د درو امريکايانو د مړيني خبر ورکړئ، چي غالباً همدغه پېښه به وي.
عيني شاهدانو ويلي د بهرنيو پوځيانو يو موټر بېخي له منځه تللئ او په سيمه کي تر څو ساعتونو پوري پوځي څرخکي پورته کښته کېدې.
دغه ځانمرګى بريد پر داسي مهال کېږي چي په هلمند ولايت کي امريکايي او افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي او دواړه اړخونه يو او بل ته د زيانونو ادعاوي کوي.