کور / شعر / کونډه

کونډه

زما دمړ مېړه له مړينې
څلور مياشتې او لس ورځې تېرې
مور مې بيکاه راته ويل
تېزې جامې مه کوه
په حويلي کې په لوړغږباندې خبرې مه کړه
شونډې دې وچې ساته
وېښته څپوله پرېږده
لاردې راسته وباسه
د باندې چا ته د بهر چې ننداره ونه کړې
پام چېرې سترګې په رانجه چې نه کړې
هغه دې نه دي اوريدلې چانه
کونډه ، چې سترګې توروي
زړه يې مېړه غواړي
پرونمې سر له ديواله اوچت کړ
خواښې مې وښکنځلم
دخپل ماشوم په لټون
تردروازې ولاړمه
لېورپه غټو کاڼو باندې وويشتمه
خسرمې ټولو ته اخترلپاره
دښارنه ښکلې جامه راوړلې
زه چا پرې نه ښودم ، چې لاس وروړمه
نندرورمې ويل لالامې مړ دى ته جامې څه کوې ؟
اوس به اختر ، برات ، روژه
لکه پردي تېرېږي
اوس به ماښام
زما د کوټې لاټين په اوښکو بل وي
خسرمې وايي
چې د کونډې ډيوه مړه شوې
چېرې شيطان يې ننداره ونه کړي
چېرې د مړمېړه په بڼه يې تر خواورنه شي
مورمې ويل ، چې سترګې تورې نه کړې
کونډه چې سترګې توروې زړه مېړه غواړي
لونګينه په څنګ څنګ راواوړه
دسيند اوبه د وراسندره بولي
دسپوژمې وړانګو د رڼا په ژبه
دساحلونو دښکلا قصيده ولوستله
دچنارونو پاڼو
د چا د ګڼ کميس
سپين پالو په شانې
ورسره ښکلي اټنونه سرکړه
ماښامنۍ وږمه په غېږه کې خپل
دسيند د هغې غاړې
دمست اتڼ مسته سندره راوړي
لونګينه په څنګ څنګ راواوړه
په څنګ راواوړه ، چې دې وشمېرم خالونه
دسيند په هغه غاړه
زما د ورور واده دى
شپې ته خو وينې که نه ؟
څه بې مثاله ستا شېبې دي هلته
زما د پلار د کلا هسک برجونه
داسمان ستوري پخپل څوکو اخلي
زما د ورورد لاس نکرېزې په شپه
دمازيګر سره شفقونه راوړي
شمله يې هسکه ده ترهسک نښتره
دسپين نرګس په شانې
ښکلو جامو کې لکه زيرى د سبا
ځلېږي مخ ته يې اس ولاړ دى
پښه په رکاب کې ږدي
بابا پګړۍ کې ورته ګل ټومبي
ښکاري ، چې درومي او له برکلي نه ناوې راوړي
دسيند په هغه غاړه زما
دپلار کاله کې
ښکلي او رنګينه شپه ده
دسيند په دغه غاړه
په ما بدمرغه شپه ده
سپوږمۍ ته وينې که نه ؟
چې زه د دوو قومونو
د تاريخي بديو
د نسل نسل ځنځيرونه
په وريښمينو پښو کې
څنګه وړمه
زه د بديو بدل
زه دبدۍ قرباني
زه دميړه زه د خاوند زه د واکدار نارينه
دامر حکم بندۍ
د نسل نسل د مينځتوب انځور
د نسل نسل د کړيو زولنو عروج
زما ژوندون دى د واکدار نارينه
ديوه نه په حد کې
ديوه نه په پولو
ديوه نه تر حکمه
د دغه نه او نه باران کې زه
د ورور واده ته نشمه تلى