کور / تازه خبرونه / دوه پر درې امريکا په واوره کي پټه ده

دوه پر درې امريکا په واوره کي پټه ده

راپورونه وايي د امريکا په ٤٩ ايالتونو کي همدا اوس واوره شروع ده، چي د مساحت له يې د امريکا د متحده ايالاتو دوه پر درې برخه په بر کي نيولې ده.
په امريکا کي د سږکال واوري چي له څو مياشتو راهيسي سر پر سر اوري ٩٠ کلن ريکارډ مات کړئ دئ.
د امريکايي رسنيو په وينا د ٤٩ ايالتونو له جملې څخه چي واوره پکښي اوري، تر نيمي په ډېرو کي يې ورځنۍ چاري په ټپه ولاړي دي، دفترونه او مکتبونه رخصت دي، بازارونه بند دي او خلګ په خپلو کورونو کي بند دي.