کور / تازه خبرونه / د مارجې څخه د پنځو طالبانو د وژلو خبر ورکړل سو

د مارجې څخه د پنځو طالبانو د وژلو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت له مارجې ولسوالۍ څخه ورکړل سوي خبرونه وايي چي د وړمي ورځي او پرونۍ خال خال جګړې څخه وروسته نن سهار وختي د بهرنيو او افغان ځواکونو عمليات پيل سوي دي.
د فرانس پريس آژانس له سيمي څخه د خپل خبريال په حواله خبر ورکوي چي تر اوسه په دې جګړه کي پنځه طالب جنګيالي وژل سوي دي، خو د بهرنيو او افغان ځواکونو د مرګ ژوبلي حال نسته.
طالبان وايي ٢٠٠٠ جنګيالي يې د مارجې دفاع ته ګومارلي دي، چي غلچکي بريدونه او د سړک د غاړي بم چاودني ترسره کړي.
د مارجې ولسوالۍ نيولو ته په نړۍ والو مطبوعاتو کي خورا ډېر پام ور اوښتئ دئ او وايي دا په افغانستان کي د باراک اوباما د نوي جنګي ستراتيژۍ لومړنۍ تجربه ده.
بلي خواته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي له مخکي لا ويلي چي د مارجې عمليات د پخوانيو هغو په څېر د نړۍ والو د مطبوعاتي تبليغاتو تر اغېز لاندي راغلي دي، او دا دونه غټه موضوع هم نه ده لکه بهرني ځواکونه چي يې غټوي.
د مارجې ولسوالۍ د نيولو دپاره له نيژدې يوې مياشتي راهيسي د افغان او بهرنيو ځواکونو پټ تيارى روان وو، چي وايي دغه ولسوالي يې ټوله د طالبانو پر مخ کلابنده کړې ده.
همدا راز له تيرو ١٥ ورځو راهيسي د مارجې په سوونو کورنۍ له سيمي څخه وتلي دي، خو لا اوس هم ملکي کسان پکښي پاته دي.
بلي خواته د نړۍ وال سره صليب ادارې په مارجه کي د ملکي کسانو سته والي ته په اشاره ويلي چي ښايي په دې عملياتو کي ملکي کسانو ته ډېره مرګ ژوبله واوړي.