کور / تازه خبرونه / پاک – هند د خارجه وزارتونو په کچه خبري پيلوي

پاک – هند د خارجه وزارتونو په کچه خبري پيلوي

د پاکستان کابينې د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني تر مشرۍ لاندي پرېکړه وکړه چي د پاکستان او هندوستان ترمنځ مذاکرات به د بهرنيو چارو وزارتونو په کچه پيل سي.
په دې غونډه کي پرېکړه وسوه چي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال به د فبروري پر ٢٥ – مه نوي ډهلي ته ولاړ سي او هلته به له خپل سيال سره د دواړو هيوادونو پر اړيکيو وږغېږي.
د پاکستان او هندوستان ترمنځ حالت د ممبى د حملو په ترسره کېدو د جنګ تر حده ورسېدئ او له هغو حملو راهيسي چي د ٢٠٠٨ کال د نومبر په پاى کي ترسره سوې دا د دواړو هيوادونو ترمنځ د لوړي کچي لومړني مذاکرات دي.