د امريکا پخواني ولسمشر بل کلنټن پرون د نيويارک په يوه روغتون کي د زړه عمليات ترسره کړل.
ډاکټرانو د بل کلنټن د ژوند حالت د ډاډ وړ بللى او وايي په زړه کي يې دوه مصنوعي نلونه د ويني د پمپولو دپاره ورلګولي دي.
کلنټن په ٢٠٠٤ کال کي هم دې ته ورته اپرېشن ترسره کړئ وو.
بلي خواته وايي امريکايي رسنۍ وايي د ښاغلي کلنټن مېرمن هيلاري کلنټن چي د امريکا د بهرنيو چارو وزيره ده، د خپل مېړه د عملياتو پر مهال غير حاضره وه، خو اوس له واشنګټن څخه نيويارک ته رسېدلې ده.
بل کلنټن دا مهال په امريکا کي کومه رسمي دولتي وظيفه نه لري، خو د هايټي تر زلزلې وروسته د باراک اوباما له خوا د هايټي د پېښي قربانيانو ته د امريکايي مرستو تنظيموونکي وټاکل سو.