دا نظم ما هغه وخت په الوتکه کښې ليکلی و، چې زۀ د ناروې نه پښتونخوا ته را روان وم او بيا چې په خپلو سترګو د خپلو بچيانو سره د لوئ خوشحال بابا په قبر حاضری وکړه، نو ماته د باچا خان نه راواخله تر لوئ خوشحال پورې د هغو ټولو اتلانو قبرونه راياد شول، چې د پښتنو لوئ نسل ترې ناخبره دی٠
لويه خوشحاله يو ځل پاڅيږه بچی دې ګوره
خپلو منځو کښې سره خوری لکه چينجی دې ګوره
ستا د لونګۍ ستا د قلم تورې پروا نه کوی
ځينې پيسو باندې انښتی لکه سپی دې ګوره
دښمن نيولې پښتونخوا ده ستا زيارت يې ونيو
نن چې په مونږ واک چلوی واړه پردی دې ګوره
لويه خوشحاله اروپا نه مې پيغام راؤړی
بس خالی زړه مې د پښتون په احترام راؤړی
مونږ له غيرت راکه راپاڅه احمدخان خبر که
دريا ايمل که را خبر فخر افغان خبر که
لويه بابا خان صمدخان له مونږه ډير خفه دی
ميرويس اکبر غازی امان له مونږ نه ډير خفه دی
مونږه ننګ توره ده بائيللی په نيکونو وياړو
بس په نامه لونګۍ تړو تش په نومونو وياړو
ځکه د کور کلی اختيار له مونږه بل اخيستی
څۀ ئې په زور د استعمار څۀ ئې په چل اخيستی
مونړ مشران خپل سپکوؤ نور پرې تورونه تپو
ننګ د افغان خپل سپکوؤ نور پرې نومونه تپو
لويه بابا ستا له نامه ستا له ديوانه لوګی
چې ئې په ننګ باندې ولاړ وې، له افغانه لوګی
په خوب کښې ورشه خدمتګار له چې پښتون پاڅوی
دا د تاريخ لوئ پالوان په يؤ تړون پاڅوی