( دا یوه رښتیني کیسه ده چې ۲۰۱۰ کال د فیبرورۍ د میاشتې په ۸ نیټه، د هرات ولایت د رباط سنګي په یوې کلي کې پېښه شوه او زه ( لیکوال) په خپله ددې پېښې شاهد وم)
له سهر راهیسې باران ورېده. ویالې او کوڅې له اوبو ډکې وې. ناوې ډکې ډکې را روانې وې. په کلي کې چپه چوپتیا وه. د بخاریو لوږي له کورونو نه راپورته کېدې. خلک ټول په خپلو خپلو کورونو کې ناست ول. مونږ لا په دې انتظار کې وو چې ګوندي باران به ودرېږي او په رود کې به اوبه کمې شي او بیا به وکولای شو چې د رود بلې غاړې ته تېر شو. مونږ د خپل ګاډي سره د رود په دې غاړه کې وو. د رود په بله غاړه کې یو سپین رنګه سراچه ولاړه وه. مونږ هغوي ته کتل او هغوي مونږ ته. مونږ غوښتل هغې غاړې ته تېر شو او هغوي غوښتل چې دې غاړې ته راواوړي. مونږ د خپل ګاډي په سیټ کې ناست وو خو هغوي کله خپل ګاډي ته تلل او کله هم د رود څنګ ته راتلل. مونږ ته به يې غږ کړ خو مونږ د فاصلې او د رود او باران د شور له وجهې د هغوي غږ نه آورېده. هغوي له مونږ نه څه غوښتل، خو مونږ د هغوي غږ نه آورېده.
ساعت ته مې وکاته. د مازیګر پنځه بجې وې. باران ورو ورو ودرېده. ورېځې د آسمان په لمنه کې خورې ورې شوې. آسمان تک شین شو. د رود اوبه هم کرار کرار کمې شوې. اوس نو ګاډی له اوبو ترېداې شوای. په رود ور ګډ شو. کلمې مو په ځان ویلې او مخ ته تلو. د هغوي ګاډې بېرته مخ په شا شو. زه حېران شوم. له ځانه سره مې وویل: له سهره يې اتظار وکړل او اوس چې اوبه کمې شوې نو بېرته وګرځېدل؟….
په سوچ کې شوم. شېطان ډېرې خبرې راته په زړه ګرځولې. له روده ووتو او د هغوي د ګاډي پل مو ونیوه. په یو کلي برابر شو. ومو لیده چې د کلي د جومات ترڅنګ خلک راټول دي. همغه سپینه سراچه هم ولاړه وه. مونږ هم ورغلو او له خپل ګاډي نه ښکته شوو. د ښکته کېدو سره سم مې د ماشوم غږ تر غوږه شو. ماشوم ژړل. ماشوم د یو سړي په غېږه کې وو. سړي هم لپې لپې اوښکې تویولې او ویل يي: تباه شوم. کور مې وران شو. اوس به څه کوم. اوس به دا ماشوم چېرته وړم؟
زړه مې طاقت ونکړه. ورنږدې شوم. له یو کلیوال نه مې پوښتنه وکړه:
– څه پېښه ده؟
– سترګې نه لرئ؟
– خېر دې. غصه کېږه مه. زه په رښتیا هم چې نه پوهېږم چې څه خبره.
– غرېبه تر روغتونه هم ونه رسېده. په لاره کې يې ماشوم وزېږېده او خپله مړه شوه.
۰۹-۰۲-۲۰۱۰