کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت خبرتيا

د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت خبرتيا


د هيواد د مرکز او ولاياتو د دولسمو ټولګيو فارغينو لپاره


د افغانستان دکلتوري ميراثونو اوګرځندوی انستيتوت دنوي ١٣٨٩ لمريزکال لپاره محصلين مني.


د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له لوري راجستر شوی او دپلوم يې د مافوق بکلوريا ( د څوارلسم ټولګۍ فارغ ) په توګه  په رسمي توګه منل شویدی.
— دا انستيتوت د لرغونپوهني ، توريزم او ادبياتو په څانګو کي محصلينو ته د دوو کلونو يا څلورو تحصيلي سمسترونو په اوږدوکي ښوونه او روزنه ورکوي .    
— د انستيتوت درسي پروګرام د لوړو زدکړو وزارت او د کابل پوهنتون له لوري بشپړ او ستندرد ګڼل شويدی. د دې انستيتوت فارغين کولای شي چي په اختصاصي ازموينه کي تر برياليتوب وروسته د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی دريم ټولګی ته شامل شي.
— د انستيتوت د فارغينو لپاره د کار موندلو درې لوري مکلفيت لري . د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ، د ترانسپورت وزارت ، د هيواد دښارواليو ادارې. د دې تر څنګ د انستيتوت د محصلينو لپاره داسي کرکولم تنظيم شويدی چي تر فراغت وروسته به پر خپل ځان متکي او د خصوصي ادارو او موسسو د جوړولو او فعالولو توان ولري.
د دولسمو ټولګيو فارغين کولای شي چي د روان ١٣٨٨ لمريز کال د حوت مياشتي تر پنځلسمي نېټې  انستيتوت ته د شموليت غوښتنليک وسپاري .
پته : خوشال مينه د برقي بسونو مخامخ  د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت
تلفون شمېره :  ٠٧٠٧٤٤٥٥٧٠
ايميل پته : bawary1@hotmail.com
بريښنا پاڼي : www.aicts.org.af,     او يا    www.salaamtolana.org