افغانستان سکاټلنډ ته هم ماتې ورکړه او سبا د امريکا له متحده ايالاتو سره لوبه لري.
په عرب اماراتو کي د کرکيټ لوبي د شل آوريزه نړۍ والو سياليو ته د لار موندي په ترڅ کي افغانستان نن خپله دوهمه لوبه له سکاټلنډ سره پيل کړه، چي د اوو لوبغاړو په سوځېدو يې په ټاکل سويو ٢٠ آورونو کي ١٣١ منډي جوړي کړې او سکاټلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١١٧ منډي جوړي کړې.
د افغانستان له اړخه نورعلي ځدراڼ ٤٣، کريم صادق ٣، شفيق الله شفق صفر، محمدشهزاد ٣٠، نوروز منګل ١٨، رئيس احمدزي ١٧، سميع الله شينواري يوه او ميرويس اشرف ٨ منډي جوړي کړې.
په نننۍ لوبه کي سميع الله شينوارى او رئيس احمدزى اوټ نسول خو ټاکل سوي آورونه پر تېر سول.
د لوبي پچه سکاټلنډ وګټله او افغان لوبډلي ته يې د بيټينګ بلنه ورکړه، چي لوبي د څارونکو په وينا افغان لوبډلي له تمي خلاف لږ منډي جوړي کړي.
پرون افغانستان د دې سياليو لومړۍ لوبه د آيرلنډ څخه په ١٣٩ منډو وګټله.
د دې لوبو له درو ګروپونو څخه دوې بريالۍ لوبډلي به په نړۍ والو شل آوريزه لوبو کي د برخي اخيستني جوګه سي.