د مصر امنيتي ادارو په داسي حال کي د اخوان المسلمين ګوند د مشرانو نيولو ته لاس اچولئ چي په دغه هيواد کي پارلماني انتخابات را رسېدونکي دي.
د اخوان المسلمين ګوند يوه وکيل عبدالمنعم عبدالمقصود وايي امنيتي ځواکونو د ګوند مرستيال مشر محمود عزت او د عصام الريان په ګډون څو نور مشران د زندان تورو تيارو ته ور ټېل وهلي دي.
د مصر حکومت هر وخت د عمومي او ځايي انتخاباتو پر مهال د اخوان المسلمين ګوند مشران نيسي او نوموړى ګوند په مصر کي يوازنى اپوزيسون ګوند دئ چي د حسني مبارک د په اصطلاح ديکتاتور نظام په وړاندي يې سينه سپر کړې ده.
بايد وويل سي چي د اخوان المسلمين ګوند د مصر د حکومت له خوا ناقانونه اعلان سوئ دئ، خو له دې سره سره يې په ٢٠٠٥ کال په پارلماني انتخاباتو کي ٢٠ فيصده چوکۍ ترلاسه کړې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه