په سالنګ کي په داسي حال کي د يخ او واورو له وجي د مړيو شمېر ١٠٠ تنو ته ورسېد چي لا اوس هم لاره د ترافيکو پر مخ بنده ده او د حکومتي چارواکو په وينا د ژغورني هڅي رواني دي.
په سالنګ کي وړمه ورځ د واورو د ښويېدو له امله په لسګونو موټران او سپرلي تر واورو لاندي سول او همدا راز يې مخ او شاته لاره پر مخ بنده سوه چي يوې خواته هم نسواى تلاى.
د افغانستان جمهوري رياست د کورنيو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته امر کړئ چي خپل ټول امکانات د خلګو د ژغورني دپاره په لار واچوي.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي تر اوسه تر ٤٠٠ ډېر کسان له واورو څخه په ټپي حالت کي را ايستل سوي او د چارواکو په وينا د مړيو شمېر سلو تنو ته رسېدلئ دئ.
بلي خواته د ناټو الوتکو پرون خلګو ته په سيمه کي خوراکي توکي او کمپلونه هم غورځولي دي، خو د عيني شاهدانو په وينا د ژغورني چاري لکه څنګه چي بايد چټکي واى، ډېري ورو پر مخ ځي.
بلي خواته افغان حکومت اعلان کړئ چي تر نن ماځيګر پوري به د سالنګ لاره د ټرافيکو پر مخ خلاصه سي.