په کندهارکي ديوې نړيوالي موسيسې امريکالاصله کارمنده له خپل درائيورسره يوځاى دنامعلومو وسلوالوله خوانن سهاروتښتول سوه .
کندهاروالي اسدالله (خالد)په خبري ناسته کي وويل :((داښځه چي سيډني ميزال نوميږي دکندهارولايت دشپږمي ناحيې څخه نن سهاردفترته دتلوپرمهال له خپل يوتن افغان موټرچلوونکي عبدالهادي سره يوځاى دناڅرګندووسلوالوله خواوتښتول سوه . ))
اسدالله خالدزياته کړه : نوموړي همدلته په کندهارکي د( A R L D O) په غيري دولتي موسيسه کي له ډيروخت راهيسي دنده اجراکول . ويل کيږي چي ياده سوې مؤسيسه په کندهارکي دروغتيايي، ښوونيزواودکرهڼي په چاروکي همکاري کوي .
ديادوني وړده چي تښتول سوې امريکايي ميرمن دکندهارښاردشپږمي ناحيې په سيمه کي خپل شخصي کوردرلوداودنوروافغان ميرمنوپه څېرپه چادري کي خپلي وظيفې ته تلله .
تراوسه کومي ډلي ددغي امريکايي کارمندي دتښتولومسؤليت نه دى منلى خوکندهاروالي وايي چي په دې اړه زموږپلټني رواني دي .