کور / تازه خبرونه / القاعده پر امریکا د نورو حملو ږغ وکړ

القاعده پر امریکا د نورو حملو ږغ وکړ

فرانس پریس آژانس خبر ورکړ چی په یمن کی د القاعده څانګی مشر ( سید الشهری ) په خپل ننني آډیو کیسټ کی پر مسلمانانو ږغ کړﺉ چی هر ځای پر امریکایی اهدافو حملې وکړي . دﺉ وایی چی « امریکایی او صلیبی ګټی هر ځای سته او د هغوی ایجنټان هر ځای ګرزي . پر هغوی حملې وکړﺉ او څونه چی کولای سیً هغونه دښمان ووژنیً . » خبر وایی چی الشهری څه موده پخوا د ګوانتانامو د جېل څخه ایله سوﺉ و چی د سعودي تبعه دی او فعلأ په یمن کی د القاعده مشري کوی . الشهری په خپل دغه پیغام کی وایی چی « موږ هغه څه تکراروو چی زموږ مشر اسامه وویل یعنی دا چی امریکا به تر هغو د امنیت مخ و نه ګوری څو چی موږ په فلسطین کی په امنیت کی و نه اوسو . »
څیړونکي وایی چی د امریکا عمل هر ځای عکس العمل راپاروی که هغه د القاعده لخوا وی یا د طالبانو او یا هم د الشباب ، حماس او نورو لخوا .