کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پښتو ژبي لیکنه او ستونزي

د پښتو ژبي لیکنه او ستونزي

د پښتو ژبه ځانته خپلواکه او د خپل ږغ سره سمه « الپ او بې » نه لري . دغه (الپ اوبې ) د پښتو د ژبي ټول ږغونه نه لري . خو پرته له درېلسو تورو چې هغه يو ئي هم یوه علامه ده « زورکی » دی بل څه نه لري . له ډېرو تاریخي اوړون او بدلون له مخي دغه څو توري منځه ته راغلي دي . چې څېړنمل دوست محمد دوست پخپل کتاب « دافغانستان ژبي اوتوکمونه » کي لیکي : ( د سلطان محمود وزیر میمند په اشاره د پښتو خاص غږتوري جوړونکی صیف الله ګڼي . . . خو د هغو د جوړولو نسبت کله پیري روښان ته، کله درویزه ته او کله خوشحال خټک ته کېږي ) . ۵۴ مخ او بیا لیکي : ( د پښتو موجوده توري «الفباء » دعربي تورو په اساس جوړ شوي دي . چه سبب يې د اسلام د راتک سره سم د عربي ژبي نفوذ دی ) . ۵۱ مخ دغه کتاب !
لیک توري چې « الپ او بې » نومیږي له ډېرو پېړیو پخوا راایسي ورو رو د هر هېواد د توکمونو د خبرو د ږغونو په اړوند د مهال پوهانو ئي جوړ کړي دي، چې د هغې ژبي اړتیاوي ئي پوره کړي دي . د عربي ژي «الپ وبې » د عربي ژبي لپاره ټول ږغونه لري او د هغي ژبي اړتیا باسي او عرب کومه ستونځه نه لري . خو زموږ د ژبي اړتیاوي سره له دغه دولسو تورو او یو «زورکی » او پنځه « يي ګانو » لا نه دي حل . دا ځکه چې موږ په لیکنه کي خپل نور ږغیز علامو ته اړ تیا لرو . ژبه يوه پراخه پوهنه ده، چې ډېري پوهني د ژبي لپاره کار کوي . لکه :
ژبپوهنه علم السان (Linguistic)
ژبڅېړنه تحقیق السان (Semiotic)
لیکپوهنه انشاء (Stilistic)
مانا پوهنه علم المعنی (Semantic)
ږغپوهنه علم الصوت (Phonetic)
ګړښود علم الغت (Lexikology)
وېګړ- ویلپوهنه نحوه (Syntax)
وې – ګړپوهنه علم الصرف (Etymology) لیکښودیالیکدود املا (Orthography)
ژبښود قواعدالسان (Grammatic)
دګړې بنسټ پوهنه —— (Morphology)
دغه ټولي پوهني لا نوري هم سته د ژبي د لا ښه والي لپاره کار کوي . له دې نه څرګنديږي، چې ژبه له هري بلي پوهني نه پراخه او پرمخ تللئ پوهنه ده او ژبه په هر ه پوهنه کي ورګډه ده . هره بله پوهنه له ځانه ژبه لري، چې په هغې ژبي ئي ادبیات او تشریح لیکلې ده .

دنورو پوهنود ادبیاتو لیکلوته د ژبي ادبي او پوهنیزه اړخ وائي .
او بله ئي ټولنيز ه خوا ده . چې دغه خوا په ویکیپېدیا کي داسي څېړل سوې ده : ( خبري یا ژبه د وګړو تر منځ پوهاوی او یو تربله سره څرګنده وني دي . دغه خبري له ځانګړو ګړو څخه جوړي دي، چې خبریز پوهاوی په کېږي .نو له دې کبله خبري د وګړو لپاره یو ډېر اړین او په زړه پوري پوهاوی دی . د خبریزو پوهاوي تر څنګ خوځښتي پوهاوی هم سته، چې د بدن د غړو په ښورولو سره کېږي . د خبرو ږغیز پوهاوی د هواپه ولونو (موجونو) کي د خولې له لیاري وغوږو ته رسي . خوځښتي پوهاوی
(communication) د بدن دغړو لکه : سر، لاس، څېره بدلول اود سترګو خوځولو له لیاري و خپل مخامخ سړې ته ور رسول کېږي .
لیکنیز پوهاوی، د انسانانو ترمنځ، چې نه سره ویني اونه سره اوري یاني ډېرلیري وي د لیک په مرسته، چې زموږ اوسنۍ خبري باندي کېږي، سر ته رسي ) .په پښتو لیکنه ستونځه نه ده؛ خو لوستل ئي ستونځه ده . دا هغه لامل دی، چې پورته وویل سو . بل لامل ئي پخپله پښتانه دي . دا ځکه چې موږ يوه لیکنیزه پښتو نه لرو . هر څوک هر ډول چې غواړي پخپل سبک لیکنه کوي . هیڅ یو لیکونکی ځان د ژبي مقید نه بولي . په ليک کي نورم نسته . هر څوک له ځانه ګړې جوړه وي . د ګړوسر او پښې نه ښکاري چې له کومه راغلي . دګړو پوهني څرنګه چې پورته وښوول سوې ، لکه فونېم ،ګرامرې خواوي، صرف ، نحوه، په دغه چوکاټ کي باید وکتل سي د دغو علومو په اثبات سره باید خبري وسوي . ځیني «موږ »د متکلم جمع «مونږ » لیکی او ځیني ئي بیا «مونګ » لیکي خو سم ېي (موږ ) دی . ځیني « مځکه » ليکي، ځیني «ځمکه » خو سمه لیکنه ئي (ځمکه ) ده . «ږغ » او « غږ » دواړه سم دي . دواړه ادبي ریښي لري . لکه چې رحمان بابا وائي :
چې مدام يې په قربان قربان بللې اوس دي «غږ »درباندي وکا چې قربان پټه خزانه : د بي بي زینب مرثیه ویل د شاه محمود لپاره :
ږغ سوچه ورور تېر له دنیا سونا کندهارواړه په ژړاسونا
تر«ازغی» لیکنه « اغزی » سم دی . رحمان بابا :
کره ګل چې سیمه دي ګلزار سي اغزي مکره په پښو کي به دي خارسي حمیدبابا وائي : د نوخطو دروشتي زما آشتي ده
په اغزن بوټــي آرام کا عندلیب ځما (زما ) ځیني لیکي « نمر» ځیني بیا «ملر» او ځیني بیا «لمر» خو ادبي «لمر » دی . « بخښه » که « بښه » لیکل سم دي؟ « بښه » یا « بښنه » د
« بخښي » یا بخښني » لنډیز دی . دواړه سم دي . ځیني د « وول » د مصدر کړنه « وو » په یوه « واو » لیکي، چې دا سمه لیکنه نه ده! « موږ وو! » د متکلم مذکرجمع کړنه ده دماضي په زمان کي . او « دی وو! » د غایب مذکرمفرد کړنه ده د ماضي په زمان کي . « هغه یا دا وه! » د غایب مفرد مؤنث کړنه ده د ماضي په زمان کي .د « چې » او « کي » لیکنه! لومړی ئي د ژبښودي (ګرامري ) له مخه ګورو : «چې» او« کي » دواړه (ادوات ) یاني ټوټکي دي، چې «کي » ئي مکاني یا پوهنیز ټوټکی
(Preposition) دی . که «کي » مکاني ټوټکی وي نو د « کښې» لنډیز دی . د بېلګي په ډول : په کور کښې یا «کې» دی . په هېواد کښې یا «کي» راځي . که پوهنیز وي نو لکه : په پوه خلکو «کي » بدي لږ لیدل کيږي . په تبه کي اوبه ډېري چیښه . دغسي وېګړې (جملې) تل په «کي» لیکل کېږي . « کي » د کښېږدي مانا هم ورکوي . لکه :که دی بګړې پر سر «کي »، نو ښه ایسي! دلته د کښېږدي مانا ور کوي .
د « کي » ګړه که په څرګنده، لنډه،لویه (یي) چې ډول ئي (ي ) دغسي دی ولیکل سي او که په پټه، اوږده،وړه (یي) چې ډول ئي (ې) دغسي دی ولیکل سي کومه ناسمتیا نه لري . دا ځکه چې نه د (کي ) په مانا کي بدلون نه راځي او نه د وېګړي (جملې) په مانا کې بدلو پېښیږي . او دغه رنګه هم ( چې) په دواړو (یي ګانو) لیکل کېږي . بله لیکنه د (یې ) ده . دغه (يې) د « وول » د مصدر څخه راغلی فعل دی . چې دمخاطب مذکر د حال فعل دی . لکه چې واي : « ته يې! » یا
« ته په کور کي يې! » خو د مؤنث لپاره : « دا یا هغه په کور کي ده! » که بیا داسي وویل سي : « دی ئي راوستی! » دغه بیاپه خفیفه( سپکه) (یي) او څرګنده (يي) سره لکل کېږي . ولي؟ دغه « ئي » نسبتی حالت ښيي او دغه «يې » فعل دی . دلته باید پاملرنه وسي . «هغه » یو اشاري ضمیر دی چې د ښځینه او نرینه لپاره یو شان ته راځي . لکه :
« هغه ښځه او یا هغه نر! » — ځیني ګړې د پښتو او پاړسي تر منځ ګډي دي او ځیني ګړې ئي په پښتو ژبه کي استعمال لري دمحمدسرور وکیلي دلیکدوداو لیکښود کړنلاره او سمه لیکنه شپږم (۶)مخ وګوری . — «مزه » پاړسي ګړه ده مانا ئي خوند دی او جمع ئي «مزې » دي . «مزی» مانا تار یا«پړوکی» چې جمع ئي « مزْي » دي . چې زورکی غواړي . دغه څلور سره ګړي په وینګ او لیکنګ کي توپیر لري .—
« لرې » فعل دی، چې د لرل څخه راځي او «لیري » واټن ښیي . یوه ستاینه ده . — « پرته » چې په جلي(روښانه) (هـ) ویل کېږي اودوینګ فشار ئي پر «تې» باندي دی فعل دی دمفردمؤنث غایب . جمع ئي « پرتې » دي . « پرته » مانا بېله چې د وینګ فشار پر (پې) پروت دی یو تړونکی (Adverb) دی . — « پرتي » ایله خبري چې دسړي څخه په درنه تبه کې کېږي . د وینګ فشار پر (تې)پروت دی اونوم دی . — په جمع کي د مؤنثو نومونو چې په پاي کي خپل روښانه « هـ » ولري؛
اروا ښاد پوهاند صدیق لله رښتین پخپل پښتوګرامر جزءاول کي داسي لیکي : ( اسماوصفات مؤنثیکه به های تانیث مختوم باشد بر دو ګونه است . الف : آنکه باول یا وسط کلمه خج شدید آمده باشد که درینصورت بعضی از افغانها حرکت ماقبل آخر را زورکی میخوانند مانند : زرکه، لښته، اوچته . ب : آنکه حرف ماقبل آخر دارای خج خفیف باشد و درینصورت حرف ماقبل اخر فتحه داشته می باشدچون « بڼه، پخه، سره » . یعنی پښتانه قسم الف را به یای معروف و قسم «ب» را به یای مجهول جمع و تلفظ کنند و بعضی پښتانه هردو قسم را عموما مطردا به یای مجهول جمع می سازند امثله ملاحظه شود : الف ب
زرکه زرکې پښه پښې
ګټه ګټې کڼه کڼي
ښځه ښځې لینده لیندې
خټه خټې پخه پخې )
او دغسي نور د کتاب ۹۹ او ۱۰۰ لم مخونه
له دې نه څرګنديږي که « ښځه » چې په پټه (خفی) «هـ » لیکل سوې کېداسي، چې جمع ئی « ښځي » په اوږده او لنډه (يي) سره ولیکل سي . — شاغلی اميرغازي صاحب پخپله د ۱ . ۳۱ . ۲۰۱۰ لیکل سوي مقالې کي لیکي : ( ایا دا جملې جمع دي که مفرد، البته ښځه او مڼه دلته په جملو کي جمع بولي که مفرد؟ د ښاغلي معصوم هوتک صاحب څخه پوښتنه کړې ده! خو زه دلته رڼا پر اچوم! ( په هغه لوی بڼ کې هغه
د لویې مڼې ونه ډېره پخوانۍ او خوږه مېوه لری ) او په همدغه
« د حکمتیار صاحب د کور ټول کار د هغې یوې ښځې پر مټ پرمخ ځی ) . و لومړۍ وېګړي ته را ځو : ړومبی باید دا ووایم، چې پورته
« يې » فعل ښول سوی دی . باید « د لوئي » ولیکل سي، چي
« ئي » نسبت ورکوي و مڼې ته . په پښتو ژبه کي دا قاعده ده ، چې په خبرو کي چاته اشاره کوي د نامه سره ئي هم « ې » نسبت ورکوي . لکه :« د مڼې رنګ سور دی » . دغه « ې» دلته د جمع علامه نه ده؛ بلکي د نسبت علامه ده و مڼې ته . «د لوئي مڼې ونه » ! اشاره و مڼې ته ده . که خبره د وني واي؛ نو داسي ویل کيده : « هغه دلويو مڼوونه » . هغه بله ويګړه عیني شی ده . « ما، مي ښځې ته وویل » . دلته « ښځې » جمع نه ده او دغه مجهوله (یي) دلته دجمع نښانه نه ده . — دپښتو ژبه تر ډېره کچه د وینګ ژبه ده . د یوه لیک په لوستلو کي باید ښه فکر وسي . دلته دا نور بېلګي ګورو ! لکه : ملل مانا استوګن کېدل داسي ویل کېږي! (mlal) او« مله » ئي فعل دی . او
« ملل » هېوادونه داسي ویل کېږي : (melal) . خوشحال خټک وائي :
که هوښیارکه نادان که ساد که غله + هیڅوک نه وینم د خپل لاري مله «مله » دلته «مل »او ملګرو ته واي . بل ځائ :
کډي دي دزړونو ستا دمخ په لور رواني + واړه ملک بوستان دی په هر ځائ ملوه — دغه «ملوه » استوګن سه . —- که « زروکی » نه واي په پښتو تورو کي نو پوهېدل به دګړو لا ستونځمن واې . د « زورکې نښان » په پښتو کیبورډ کي سته . موږ کولاې سو، چې پر هغه توري چې « زورکی » غواړي اسانه ئي پر وليکو . هغه ګړې چې « زورکی » غواړي ما ئي دلته د « زورکې » سره بېلګي لیکلی دی . ښاغلي لوستونکي دي هم ورسره اشنا سي . د خر جمع « خرْه » دي . زوکی غواړي . خره د «خر» مؤنث دی په روښانه « هـ » سره لیکل کېږي زورکی نه غواړي .
« زرکْه » ، « بڼْه »= بوڼکه ، « تْل »=همیشه ، « شْل » = ۲۰ ، « غوټْه» اودغسي نور. هغه نوري ګړي چې « زورکی » نه غواړي او روښانه ویل کېږي ؛ دغه دي : « بڼه » = څېره ، « تل » = د اوبو کښته ځمکه، « شل » = ګوډ . او دغسي نور . زما دپښتو ژبښود ( پښتو ګرامر) ۱۰۱ وم مخ .د پښتو لیکدود ته دغو پنځو «يي ګانو » ډېره اسانتیا را وړې ده . لکه : څرګنده، معروفه، لنډه یا لویه ( ي ) . لکه چې ووایو : ( دوي راغلي دي . )، دویمه :- مجهوله، ناڅرګنده، اوږده یا وړه ( ې ) . لکه چې ووایو : ( زما تېرکار دي را ډېر کی او هم دي هېر کی). دریمه :- ملینه، نرمه یا بې ټکي ( ی ) . لکه چې ووایو : ( دی په کور کي دی ). څلرمه :- ثقیله، درنه یا لکۍ لرونکې ( ۍ ) . لکه چې ووایو :
( په نړۍ کي مڼۍ د ښو میوو څخه شمېرل کېږي ) .

پنځمه : – خفیفه، سپکه يا همزه لونکې ( ئ ) . لکه چې ووایو :
( ته ځئ؟ تې خورئ ؟ ملګرئ، ستورئ ، راغلئ، ځائ، چائ او دغسي نور ) . زما د پښتو ژبښود ۱۰۲ هم مخ . که د پښتولیک یو لکنیز نورم ولري، دغه اوسنۍ ستونځي تر ډېره ځایه له منځه ځي . دا اوسنۍ ستونځي چې زه وینم پخپله پښتنو را منځ ته کړي او تاوان ئي پر بل چا اچوي . د ختيز خوا پښتانه په دې اند دي که هرڅه چې دوي لیکي دغه معیاري دي . جنوب لوېدیز خوا بیا وائي : زه دي باغ نه وینم ته وایه تارو درغی . نو په دغه ډب اخ کي ژبه کله سم لیکنیز نورم کېداي سي . موږ باید په لومړي سرکي ځان يوه تړلې منسجمه ټولنه کړو بیا د ټولو لهجو
(Dialect) څخه سمه په زړه پوري لیکنیزه پښتو را وباسو. زموږ ژبه څرنګه چې پورته ولیدل سوه نور حرکي ږغونه غواړي . دا چې ښاغلی شپون صاحب د ( ځ ) د توري سره ستونځه لري خو زه په ونه پوهېدم؛ دا ځکه چې ده «ځان » پخپله مقاله کې چې د « تاند » په ویبپاڼي کي لیکلې وه خو په ( ځ ) ئي ليکلې وه نه په « ز » . ما چي لېده؛ شپون صاحب د
« الپ » سره ستونځه لري . دی لیکلي : (د حکمتیار صیب مقاله مي وکتله، د ځانه سره مي وویل، چې یره دا خو نور هم سره خپل شوو ) – دی د «یاره» پر ځائ «یره» لیکي، نو الپ هم نه غواړي . نو زه په دغه ځائ کي د ښاغلي معصوم هوتک صاحب له دغي خبري سره هم غږی یم؛چې وائي : ( په مغزو کي د ثبت سوو آوازونو لیست چي هرڅومره اوږد وي، هغومره يې د تلفظ ستنوځه کمه وي . ) دا ډېره پر ځائ خبره ده. — د پښتو په زاړه ليکدود کي دغه ګړي لکه : ( چې، کي، ګڼه او د پنځو سرو يي ګانو پر ځائ او « ولس ») داسي لیکل کېده :
( چه، که، «کنړه» او « ی » ، اولس ) . دغه لیکنه تر اوسه زموږ په زاړه ادبیاتو کي لیدل کېږي . خو په اوسني لیکدود کي پنځه سره « يي ګاني » پر خپلو ځایو باندي سمي لیکل کېږي او یونیم ئي چې کله کله په پام کي نه نسي هغه به هم سم سي .– زموږ عربي دیني ژبه تر ډېره ځایه په عربي لیکل کېږي او په عربي ویل کېږي . ډېر لږد عربي ګړوېګاني په پښتو ژباړه سوي دي . یو څوپه پښتو ژباړه سوي عربي ګړي :
(صلات = لمونځ — قبول = منل — طهارت = اودس، پاکي —
کلمه = ګړه (ګرامر) — جمله = وېګړه (ګرامر) — جمله = غونډ، ټوله — هجرت = کډوالي — ولي، وصی = کالخوا — ضرورت = اړتیا —
صیام = روژه نیول — رسول = راستولی — صاحب = خاوند —
اقرار = وینګ — واحد = یو — نادم = پښېمانه ) . دغسي ګړوېګاني
( اصطلاحګاني ) ډېري نور ي هم سته چې په پښتو ژباړه سوي دي؛ خو ما دلته د یوڅو یادونه وکړه . داسلام دین په ژبه پوري محدود نه دی . هرڅوک دین خپل په ژبه مني او پخپل ژبه سر په خلاسوي او پخپل ژبه ئي کوي . هغه ډېر مهم شیان چې حتمي باید په عربي وي؛ هغه د عجمو باید په عربي زده وي . نور نو عربي دغسي یوه ژبه ده لکه د پښتو ژبه . عربو چې « ټ، ډ، ړ » نسو سم ویلاي؛ و پښتنو ته هم د« ق، ف، ح، ض »
ادا کول ستونځمن دي .دغه د تورو ستونځي په هره ژبه کي سته . دغه ډول ستونځو ته طبعي ستونځي وائي . غیري طبعي ستونځي هغه دي چې زموږ ځیني لیکوان ئي را پیداکوي ، چې له ځانه ځیني توکي لیکي چې د ژبپوهني هري پوهي ته ئي چې ورواچوې د ګړي ریښه ئي نه ښکاري . د بيلګي په توګه : « ومړ » دا «ومړ» خو ماته فعل ښکاري .
مصدر ېي څرګنه دی؟ هغه مصدر «ومړېدل» دی که څنګه ؟ زما له لید نه به ښه داوي، هغه کلمي چې موږ ئي لرو هغه سمي په کار واچوو دنورو بې ځایه ګړو څخه لاس واخلو . د « ومړ » پرځائ کولاي سو، چې ووایو « مړسو »! خو دغه شیان دي، چې د پښتو د لیکدود مخ نیوی کوي . که په دغه ډول روان وو؛ خو په سل کاله به نور هم د پښتو ژبه معیاري نسي . خبري چې هر څرنګه کېږي هغه پروانه لري، دا ځکه کليوالي خبري، دودیزي خبري او دهرچا خپل «دیالکت» دی . خو لیکنه خاماخا باید د ټولو پښتنو یو شی وي . دغه کارپخپله وحدت ښیي او ملي جوړښت ښیي . که مو پر دې اتفاق کړی وي، چې بې اتفاقه سو؛ نو د خدای په امان .
نور بیا
اخستونکځي :
۱ : – د پښتو ګرامر جزء اول صدیق الله رښتین
۲ : – رحمان بابا کتاب او دخوشحال خټک کلیات او حمید ماشوخېل کتاب
۳ : – د پښتو ژبښود — او لیکدود، لیکښود ګړنلاره او سمه لیکنه محمدسرور وکیلي
۴ : – ویکیپېددیا
۵ : – دافغانستان ژبي او توکمونه دوست محمد دوست