کور / تازه خبرونه / دولت د پوليسو په ليکو کي د طالبانو دنفوذ مخه نيسي

دولت د پوليسو په ليکو کي د طالبانو دنفوذ مخه نيسي

دکورنيو چارو وزارت وايي چي يو شمېر پلانونه عملي کوي چي له مخي به يې د پوليسو په ليکو کي د طالبانو او هغوی د ملاتړو د نفوذ مخه ونيسي ، دولت دا ګام په داسي حال پورته کوي چي څو ورځي مخکي د کاپيسا دامنيې قومندانۍ مرستيال او د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوال د طالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول سول ، پر دې کسانو د سړک د غاړي بمونو او يو شمېر طالبانو سره د همکارۍ تر څنګ د مځکو د غصب تورونه هم لګېدلي دي .