په کندهار کي پسله څومياشتني وچ ژمي څخه دتېرو درو ورځو راپدې خوا بارانونه پيل سوي دي خو د تيري شپې توند باران په کندهار ښار او شاوخوا سيمو کي زیات مالي او ځاني زيانونه اړولي دي .
د تېري شپې توند باران د شاوليکوټ او ډنډ ولسوالۍ یو شمېر سيمي او کورونه له ځانه سره وړي دي ، له ډنډ ولسوالۍ څخه تر اوسه د ۲۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکول سوی دی .
د کندهار والي توريالي ويسا په ويناپه شاوليکوټ کي درې د سپرليو ډک موټرونه اوبو له ځانه سره وړي دی ، د ډنډولسوالۍ ځينو کلو لاري سيلابونو بندي کړي دي او اوسيدونکي يې يوازي د الوتکو په مرسته ژغورل کيدای سي .
په کندهار ښار کي هم په لسګونو دخاورو جوړ کورونه نړېدلي او ځيني کوڅې بندي سوي دي . له کندهاره د لراوبر خبريال لراوبر ته په سيمه ايز وخت ماپښين دوې بجې وويل چي دامهال باران دريدلی خو اسمان په وريځو پوښلی دی اوهره شېبه بيا د بارانونو امکان سته .
بارانونو په کندهار کي په داسي حال کي مرګ ژوبله رامنځته کړه چي تر پرون پوري کندهار ښاريانو او کليوالو د بارانونو لپاره خوښي څرګندوله .