څو لسیزې وشوې چې افغان ولس دهغې او دغې جرګې، شورا، کنفرانس، غونډې، او ناستې په نامه غولول کیږي او هیڅ یوې یې هم کومه ارزښتناکه پایله تر شا نه درلوده، بس د اوبو خړول او د کبانو نیول ول.
د جهاد د دور د ژنیوا، د مجاهدینو د دور د شورايې اهل حل العقد، او د طالبانو دی راپرځولو د پاره د بون غونډه، دا ټولې هغه غونډې وې چی افغانستان ته یې بغیر له بدبختۍ او ذلته نور څه نه دي راوړي او پسې راتیر شه له دغې اوسنۍ د لندن غونډې نه هم ماته داسې خوندور بوی نه راځي او که رښتیا ووایم ماته ترې د وینو بوی راځي.
کومې اوازې چې د نوموړې غونډې په اړه خپرې شوې وې ډیرې ګرمې او هیله بښونکې وې ځکه افغانستان ته د خبرو له لارې د سولې راوستلو د موضوع پر بنسټ ولاړه خبره وه خو په اخر کې د پولاو لاندې مولۍ راووته. هغه دا چې په دغې غونډې په پنډونو روپۍ ولګیدې او ډول ډول کوپړی ورته له کومه کومه ځایه په تکلیف شوې او ګډون یې پکې وکړ خو وروستۍ خبره دا شوه چې د افغانستان د دفاع وزارت او د امریکې او برټانیې چارواکو په ډاګه کړه چې ډیر ژر به په جنوبي ولایتونو کې یوه پراخه جګړه پیل کړي. چې خدای (ج) خبر چې بیا به څومره خواران او غریبان، ښځې او ماشومان، سپین ږیري او ځوانان بې ګناه د یاغیانو او ترهګرو په نامه ووژل شي او د یو تش معذرت په غوښتلو سره به بیا کیسه ختمه شي.
دا وه د لندن د غونډې او هغې کی د ستړو شوو کوپړیوو اخرینۍ پریکړه. زما په ګومان هغه روپۍ چې د لندن په غونډې ولګیدې او د لندني قراردادیانو جبونو ته ولویدې، لندن کولای شو چی د دغو پیسو په یو په لسمه برخه يې د جنوبي ولایتونو مهاجروته چې د همدوی د لاسه راکډه شوي دي د ژمي د پاره د سوند او د خوراک توکي برابر کړي وای. خو نه! نه! بر خلاف لندن ورته داسې تګلاه وټاکله چې هغه پاتې شوي خواران هم پسې نیم مړه کړي او نیم راکډه کړي.
زه نه پوهیږم چی ایا په نړۍ کې داسې کوم هیواد یا څوک شته چی په افغانستان کې د خلکو له وینو سره دغه لوبه وغندي او لږ څه دهغه چا نه وویریږي چې ورته خپل خالق وايي نه د نړۍ دغو څو واکمنو نه، او دغو مظلومو افغانانو سره ودریږي او همغږي شي.
نن چې ګورو په افغانستان کې دوه ډلې نړیوالو ته په ځانګړې توګه لویدیځوالو ته ډیرې بدنامې او د بشریت ضد ډلې بلل کیږي چې یوه ډله یي د طالبانو او بله یې د مجاهدینو ده. زما په ګومان نړۍ او بیا هم د بیلګې په توګه لویدیځوال په دې خبره تر مونږ ښه پوهیږي او که نه پوهیږي نو باید ځان پوه کړي چې دغه دواړه ډلې همدغو لویدیخوالو وروزولې، و پاللې او په شا به یې ټپولې چې ورځه پرې چې کافر (روس) دۍ.
مطلب مې دا دۍ چې مجاهدینو نه د ملاتړ او د هغوی د تقویه کولو تر څنګ لویدیځوالو یوه بله کیسه هم روانه کړې وه چې هغه د مهاجرو افغانانو د بچیو روزنه په مدرسو او ښوونځیو کې د جهادې او د کفر او شرک ضد په عقایدو سره وه. او علت یې دا وه چې لویدیځوال په دې نه پوهیدل چې ایا د شوروې د متحدینو په وړاندې به افغان جهاد څومره دوام وکړې نو ځکه د دوی هدف دا و چې دغې جګړې لپاره باید نسلونه وروزل شي او دا ښکاره خبره وه چې که افغانان د عقیدوي ملاتړ نه بې برخې پاتې شوۍ واۍ نو هیڅکله به روس په افغانستان کې ماتې نه وه خوړلې.
د دغې ټکې په پام کې ساتلو سره د پاکستان د مهاجرو په ښوونځیو او مدرسو کی زده کوونکو ته دا ډول تدریس ورکول کیدلو:
د مثال په توګه ماشومانو ته د حساب د زده کړې د پاره به جګړاییز حالت د درسي موادو په ډول په کار وړل کیدو، لکه:
؛هلته پنځه کافر دي او تا سره یو کلاشینکوف دۍ او په هغې کې پنځلس مرمۍ دي نو هر کافر ته څو مرمۍ رسیږي…؛
کیدای شي چې دا هو به هو هماغه جملې نه وې خو تر کومه چې زما یادیږي ډیر درسونه به په همدغو موضوعاتو ولاړ ول.
نو تاسو ښه فکر وکړۍ هغه ماشوم چې شل کاله د مخه ورته په ښوونځي کي ورښول شوي چي دا کافر دۍ، مشرک دۍ، یهودي دۍ، نصراني دۍ، جهاد، کلاشینکوف،… او داسې نور، نو هغه چې نن ځوان دۍ هغه به په کومه عقیده وي او څه هدف به لري. د حیرانتیا خبره دا ده چي همدغه ماشومان، د هغوی ښوونځې، ښوونکې او ټول هرڅه د منخني ختیځ هیوادونو او په ځانګړې توګه د لویدیځو هیوادونو او بیا په بیلګې توګه د امریکې له خوا تمویل کیدل او روزل کیدل او پسې د ډیر تعجب خبره دا ده چې اوس همدغو هیوادونو هغو ماشومانو پسې راخیستې چې د همدوی په مرستو یې دا هر څه زده کړې ول او اوس رالوی شوي دي، او د طالب او ترهګر په نامه یې وژنې او هغه مجاهدین چې د همدوی د ملاتړ په مټ د شوروي په وړاندې جنګیدل د بشري حقونو نه د سرښندونکو او یا نورو نومونو په نامه ټکوي.
نو داسې ډیرې خبرې دې چې دنیا پرې سترګې پټوي او بس د هغو اورې چې ترې یې برګې سترګې لیدلې دي او دغه کیسې ددې ښکارندوی دي چې د افغانستان په قضیې کې ټول ښکیل واکمنان افغان ولس او په بیلګې توګه پښتنو ته په ښکاره ټګۍ کې دي.
نو زه لندنیانو، امریکایانو او د هغوی د دغې غونډې د ګډونکوونکو ته دا ویل غواړم چې ولې د افغان ولس سترګو ته خاورې ورشیندۍ تا سې په دې ښه پوهیږۍ چې ډیرۍ طالبان د پیسو لپاره نه جنګیږي او لکه څرنګه چې ما مخکې ایشاره ورکړه چې همدا تاسو د دغې عقیدې په روزلو کې د هغوی نه ملاتړ کړۍ و، نو څنګه بیا دغه د پیسو موضوع لاندې باندې کوۍ. زما په غالب ګومان دغه غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې راتلونکو پراخو نظامې عملیاتو ته لاره هواره کړي او د نړۍ او په ځانګړې توګه د برټانیې او امریکې د ولس رضایت تر لاسه کړي ځکه چې امریکا، برټانیا، او د هغوی ډیرۍ متحدین د خپلو ولسونو سره د دغې جګړئ د دوام په برخه کې لاس او ګریوان دي.
داسې بریښي چې دوی به طالبانو ته د پیسو وړاندیز وکړي او په دې خو له پخوا نه پوهیدل چې هغوی به دا وړاندیز ونه منې نو ځکه يې په څنګ کې دغه ټکۍ ورګډ کړۍ چې هغه څوک چې خبرو یا د کرزي د حکومت اساسي قانون ته غاړه کینږدي نو د هغوی په ضد به پراخه عملیات پیل کړي. او د دغې تګلارې پر بنسټ به دوی طالبان افغان ولس او نړیوالو ته پړه کړي او خپلو راتلونکو وژونکو عملیاتو ته به مشروعیت ورکړي.
زما په اند د هرې موضوع او بیا په بیلګې د جګړییزې موضوع حل تل مدام په خبرو کې نغښتۍ وي. د افغانستان موضوع د خبرو نه پرته بل په هیڅ شي نه حل کیږي خو که دواړو خواو ته صداقت او سالم انساني هدف موجود وي. که نه دغه کیسه به نه په ډالرو او نه په پوځونو ختمه شي ځکه سوله نه په جګړه او نه په پیسو منځ ته راځي بلکه په خبرو.
د یو ازاد، مسلمان، او ویاړن افغانستان په هیله.
د ویرجینیا ایالت، امریکا