د جنوبي آسيا هيوادونو ترمنځ د فټبال، باسکيټبال، واليبال او بېلابېلو رزمي لوبو په لړ کي چي د افغانستان شاخوا ١٥٠ لوبغاړو ګډون پکښي کړئ، افغان لوبغاړي تر نورو وختونو ډېر پکښي ځلېدلي دي.
په دې لړ کي د افغانستان د باسکيټبال لوبډلي د جنوبي آسيا د لوبو اتلولي خپله کړه او د فټبال لوبډله هم پايلوبي ته وتلې ده، چي سبا د دوشنبې په ورځ به يې د بنګلدېش له هيواد سره ترسره کړي.
افغان لوبډلو په دې لړ کي ټول ١٩ مډالونه ګټلي چي درې د سرو زرو، اته د سپينو او اته د ميسو مډالونه ګتلي دي.
دغه لوبي، د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلدېش، بوتان، سريلانکا، مالډيو او نيپال هيوادونو ترمنځ رواني دي.