کور / تازه خبرونه / پاکستاني افسر خپله ټوله کورنۍ ووژله

پاکستاني افسر خپله ټوله کورنۍ ووژله

پاکستاني مقامات وايي اسلام آباد ته نيژدې په سرګودها کي د دوى د هوايي قواوو د يوه افسر کورنۍ په ډزو وژل سوې ده.
د راپورونو له مخي د اسلم جاويد مېرمن، څلور لوڼي هغه مهال نن سهار په ډزو وژل سوي چي نوموړى د سهار لمانځه ته تللى وو.
د عاطف په نوم د اسلم جاويد زوى چي خپله هم د هوايي پوځ افسر وو، په پېښه کي ټپي سوئ او يو ميل توپنچه ورسره موندل سوې ده.
پوليس وايي عاطف او يوې خور يې چي هغه هم ټپي سوې وه، په روغتون کي ساه ورکړه.
د پوليسو په وينا لومړني تحقيقات او شواهد ښيي چي عاطف لومړى خپله مور او خويندي ويشتلي دي او وروسته يې خپل ځان ويشتلى دئ.