د هلمند ولايتي مقامات وايي د جمعې په ماښام يې لږ تر لږه ١٦ طالبان د عملياتو په ترڅ کي وژلي دي.
د هلمند مرستيال والي عبدالستار ميرزکوال وايي دغه کسان د لښکرګاه په باباجي سيمه کي د افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کي وژل سوي دي.
په هلمند کي د دغو طالبانو د مړيني ادعا پر داسي مهال کېږي چي په سنګين او ديخواجک نومې سيمه کي د درو امنيتي ځواکونو د مړيني خبر خپور سوئ دئ.
افغان حکومت او ايتلافي ځواکونه وايي په هلمند کي پراخو عملياتو ته تيارى نيول سوئ او ډېر ژر به يې پيل کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه