کور / تازه خبرونه / طالبان: عافيه صديقي دي خوشي سي

طالبان: عافيه صديقي دي خوشي سي

د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر امريکايي حکومت ږغ کړئ، چي که پاکستانۍ ډاکټره عافيه صديقي خوشي نکړي دوى به هغه امريکايي عسکر ووژني چي له څو مياشتو راهيسي ورسره بندي دئ.
عافيه صديقي دوه کاله دمخه په غزني کي له طالبانو او القاعدې سره د تړاو په تور د امريکايانو له خوا ونيول سوه، چي اوس په امريکا کي تر محاکمې لاندي ده.
که پر عافيې باندي لګول سوي تورونه ثابت سي ښايي د مرګ په سزا محکومه سي.
طالب وياند ويلي دوى د عافيې د خوشي کېدو غوښتنه ځکه کوي چي هغه يوه مسلمانه ده او بل دا چي د هغې د کورنۍ غړيو له دوى څخه د عافيې صديقي په راخوشي کولو کي د مرستي غوښتنه کړې ده.