د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو يو ځل بيا د اېران پر اټومي پروګرام باندي غونډه پيل کړې ده.
د امنيت شورا وايي په دې غونډه کي پر هغو لارو چارو باندي غور کېږي چي که اېران د خپل اټومي پروګرام له پياوړتيا لاس وانخلي، د اېراني چارواکو شمتنۍ به کنګل او بهر ته پر سفرونو باندي به يې بنديز ولګول سي.
اېران تېره اونۍ د نړۍ والي ټولني هغه غوښتنه ومنله چي خپل يورانيم يوه دريم ګړي هيواد ته د پخولو دپاره ورکړي، خو امريکا وايي اېران دي ژر تر ژره عملي ګام پورته کړي.