ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د ناټو د عمومي منشي په حواله په غټو ټكو سره ليكلي تر هغو، چې په افغانستان كې ثبات رانشي ددوى ځواكونه به له افغانستان څخه ولاړ نشي.
ورځپاڼې په دوام كې د اندرس فوك راسموسن د وينا دا ټكي هم راخستي، چې اوس مهال په افغانستان كې د ناټو تر ټولو مهم لومړيتوب د افغان امنيتي ځواكونو روزل دي.
خو ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د ناټو د ماموريت په اړه د پرتګال د بهرنيو چارو د وزير نظر راخستې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې دا ماموريت ناكامه شوې.
ورځپاڼې په دوام كې دده دا سپارښتنه هم راخستې، چې ناټو بايد يوه نوى ستراتيژۍ جوړه او له افغانستان څخه د وتلو نيټه وټاكي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د امريكا په هغه پلان انتقاد كړې، چې غواړي د افغان دولت د مداخلې پرته قومونه د طالبانو په وړاندې جنګ ته وهڅوي او هغوى سره نيغ په نيغه مرستې وكړي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د جرمني په مونشن ښار كې په جوړيدونكې امنيتي غونډې بحث كړې او ليكلي، نړيوال بايد په افغانستان او سيمه كې د شتو واقعتو په پام كې ساتلو سره د امنيت په ټينګښت كې مرسته او همكاري وكړي.
په ورځپاڼه كې د عربستان له مشر سره د ولسمشر كرزي د ليدنې په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي، چې سعودي مشر د پخلاينې د طرحې د ملاتړ ترڅنګ افغان ولسمشر ته ددغه هيواد ستر شاهي ميډال هم وركړ.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د كرنې د ودې په اړه هم يو مطلب خپور شوې او د امريكا د كرنې د وزير په حواله ليكل شوي، چې د كرنې وده د نشه يي توكو په خلاف د مبارزې تر ټولو غوره لار ده.
اراده:
دې خپلواكې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې په افغانستان كې د پخلاينې په روان بهير بحث كړې او پوښتلي دي، چې نړيوال په رښتيا هم له بهيره ملاتړ كوي او كه څنګه.
ورځپاڼې په دوام كې له دې بهيره د ولسمشر كرزي د نږدې ملګرو په ملاتړ هم شك څرګند كړې دې.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په تركيه كې د ناټو د غړو هيوادونو ددفاع د وزيرانو غونډې ته د امريكا د جګپوړي قومندان څرګندونې راخستي، چې ويلي دي په افغانستان كې به امنيتي وضع نوره خرابه نشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د تركيى په غونډې تبصره كړې او هيله يى څرګنده كړې، چې پدې غونډه كې شوې ژمنې عملي شي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سيمې د ورانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړې دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د منش په غونډې تبصره كړې او هيله يى څرګنده كړې، چې دا غونډه د ترورزم په خلاف د روانې مبارزې لپاره نړيواله ټولنه لا پخپله كې متحد كړي.
خو اصلاح بيا په هلمند كې په كيدونكو تصفيوي عملياتو بحث كړې او ليكلي، چې دا عمليات د سولې مفكوره په يقين بدلولې شي.
افغان جرګه:
دې خپلواكې ورځپانې بيا پخپله سرمقاله كې د لندن په غونډه كې د افغان دولت د پخلاينې د طرحې په وړاندې شوي چلند ته په اشارې ليكلي، چې دا چلند په اصل كې مخالفينو ته يو ډول خبردارې وو، چې ايا دې پخلا شي او يا به هم له سخت پوځي غبرګون سره مخ شي.
ورځپاڼې په دوام كې دې دريځ ته په اشارې ليكلي، چې د وسلوالو پر ضد په جنګ كې د ملكي وګړو ژوند ته بايد جدي پاملرنه وشي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د نشه يي توكو په خلاف روانې مبارزې ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د امريكا د ديرش ميليونه ډالره د مرستې يادونه هم شوې، چې بزګرانو ته به د كوكنارو د نه كرلو په بدل كې وركولې كيږي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې په افغانستان كې د سولې او له مخالفينو سره د خبرو لپاره روانې هڅې څيړلي او د امريكا د جګپوړي قومندان په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې د ولسمشر كرزي د سولې پروګرامونو ته بايد زياته هيله ونشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د پخلاينې په روان بهير شك څرګند كړې او پوښتلي، چې كرزې په هيواد كې سوله غواړي او كه د طالبانو پياوړي كول.؟
دې ورځپاڼې هم د امريكا په هغه پلان تبصره كړې، چې له مخې يى د طالبانو په خلاف جنګيدونو قومونو ته مرسته وركولې كيږي.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې دا مرسته په افغان دولت كې د فساد له كبله نيغ په نيغه قومونو ته وركولې كيږي.