د لندن کنفرانس په ظاهري ويناوواواعلاميه کي د توکيو، برلين او پاريس د کنفرانسوپه څېرد افغانستان له لاس پوڅي رژيم سره د سياسي، پوځي اواقتصادي مرستوپردوام اوپراخېدوټينګاروسو؛ خوپه افغانستان کي د سياسي اوامنيتي حالاتو له بې ساري خرابي او په ايتلافي دولتوکي د سياسي اواقتصادي کړکېچونوله ژورتياڅخه داسي ښکاري، چي د لوېديځوهيوادويرغلګرپوځونه هم نورد شورويانود سره پوځ په څېرد پښوسپکولولاري لټوي؛ او دا کارپخپله د کابل د مزدوراو فاسد رژيم د پرزېدوپه لارکي لومړنی ګام دئ. باور لرم، چي د پردوتالۍ څټي هيڅکله د دې واقعيت منلوته چمتونه دي. ښايي زموږځيني نورهيوادوال هم وار دواره دې خبري ته د شک په سترګه وګوري. په دې لنډه ليکنه کي کوښښ سوی دئ، چي د دې خبري پربېلابېلواړخونواوزاويوله درنولوستونکوسره خپلي نظريې اوشنني شريکي کړم.
– افغانان اونړۍ وال د سرپه سترګوګوري، چي پردولښکرواودهغولاس پوڅي رژيم په تېرواتو کالوکي زموږ د بې ګونا خلګوله بې رحمانه وژني، بندي کولواوځورونو پرته د سولي او امنيت په راوستوکي هيڅ مرسته ونکړه. زموږد خلګو ودونه، قومي جرګې او حتا د جنازو او پاتاوو مراسم هم له خپلسرو او ړندوبمبارييوخوندي پاته نه سوه. د هيواد امنيتي حالات ترداسي حده خړپړاوبې ثباته دي، چي طالبانوهمدا څو ورځي مخکي په روښانه ورځ د کابل په زړه کي څوځايه داسي ځان وژونکي بريدونه وکړه، چي کورني او بهرني امنيتي ځواکونه يې ساعتونه له شنډولوعاجزوه. خلګ د هیواد په هيڅ کلي او ولسوالۍ، هيڅ ښاراو ولايت کي د ډاډ اومصؤنيت احساس نه کوي.هره ورځ دهيواد له ګوټ ګوټ څخه د داسي تکان ورکوونکو جنايتواو ناخوالوخبرونه اروېدل کيږي، چي هريو يې زموږ په جګړه ځپلي هيواد کي د مزدورو واکمنانواوډول ډول وسله والوډلوټپلود ظلمونواو بې عدالتييو نکلونه اوداستانونه بيانوي.
– د فساد طاعون د تېرواتوکالو په شان زموږ د ټولني ټول بنسټونه لړزوي. د دولتي اوشخصي شتمنيیو چور، بډي اخيستني، اختلاسونه، له دولتي امکاناتوناوړه ګټي اخيستني، تنظيمي، قومي، ژبني اوسمتي معامله ګرۍ اود قانوني سرغړونواوحق تلفيیونورډولونه تراوسه په خپل ټول قوت سره ژوندي اوجاري دي.
– د هيواد ټولي سیاسي، اقصادي او فرهنګي ادارې د پردوهيوادو د استخباراتي سازمانو د وفادارواستازو؛ او بېلابېلو ملي ضد ډلوټپلوپه لاس کي دي.
د نړۍ والي ټولني له ميليارډو ډالرومرستو سره سره خلګ له لوږي، وزګارتيا، بې کورۍ، ناروغييواو بېلابېلو محروميتوسرټکوي. له څوخاينوسياسي دلالانواولوټمارومافيايي ډلوټپلو پرته، دعاموخلګو په ژوند کي نه يوازي د کتني وړګټوربدلون نه دئ راغلئ، بلکي دهري ورځي په تېرېدو سره له نووناورينواوکړاونوسره مخامخ کيږي.
– په تېرواتوکالو کي د نړۍ د څه پاسه څلوېښتوهيوادو د سمبالواو پياوړو پوځونو ترسترګولاندي، د مخدره موادو توليداوسوداګري په منظم ډول پراخ سوه؛ اواوس داسي پړاوته رسېدلې ده، چي د ټولي نړۍ ريکارډ يې مات کړی دئ.
– د جمهوري رياست په ورستييوانتخاباتوکي د رژيم د پلويانواوځينومخالفانوبې شرمانه ټګۍ برګۍ نه يوازي زموږ په هيواد کي د سياسي واک د ليونييو مدعيانوکرغېړني څېري لا پسي بربنډي کړې، بلکي د يرغلګرو پوځود سياسي او پوځي مشرانو بين المللي باوراو پرستيژ ته يې هم سخت زيان ورساوه. د نړۍ خلګو په څرګنده وليده، چي« د بشرد حقوقو، عدالت او ډيموکراسۍ مناديانو» د خپلو دروغجنواوغولوونکوادعاوو پرخلاف دهيواد د بدنامو جنګي جنايتکارانو- قسيم فهيم اوکريم خليلي په ملګرتوب د خپل وفادارګوډاګي(حامد کرزي) د بيا واکمنۍ سيله اوملاتړوکړ.
– بهرنييوپوځونوپه تېرواتوکالوکي له خپلوټولوسياسي، پوځي اواقتصادي امکاناتوسره سره ونکړای سول، چي په افغانستان اوټوله سيمه کي د ډاډمني سولي اوامنيت د ټينګښت له پاره روښانه ستراتېژي وړاندي کړي يا داچي د خپلوستراتېژيکوګټود تحقق په مقصد يې په لوی لاس ونه غوښتل، په افغانستان او سيمه کي د سولي او ثبات د دوښمنانولاسونه لنډ کړي.هو! د افغانستان په جنګ کي ښکېلو دولتو، په تېره بيا متحدوايالاتواوانګليستان ونه غوښته په افغانستان، پاکستان اوسیمه کي له خپلواوږد مهاله ستراتېژيکوهدفونو سره سم، له پاکستاني آی.ايس.آی.اونورو ارتجاعي ډلو ټپلو سره خپلي سياسي انډيوالۍ او ملګرتوب ته زيان ورسوي. په داسي حال کي، چي د افغانستان په بې ثباتۍ کي د پاکستاني آی.ايس.آی.اودهغود وفاداروسياسي او مذهبي ګوندونو رول د لمر په څېر څرګند دئ؛ خو سره له هغه هم په ډاګه ګورو، چي د امريکا متحده ايالات اوانګليستان په افغانستان کي دخپل مزدور رژيم ترژغورني، د پاکستاني پوځ اودهغه هيواد د بېلابېلوسياسي– مذهبي ډلوستراتېژيک ملګرتوب ته ډېرارزښت ورکوي. په افغانستان کي د ايتلافي لښکروسياسي او پوځي مشران په دې حقيقت ښه پوهېږي، چي تروريزم اوافراطيت هيڅکله د پښتني قبايلوپيداوارنه دي. دا توري او کرکجني پديدې له نورو سياسي او پوځي مرکزو څخه قبايلي سيمواوپه پای کي افغانستان ته راوړل سوي اولاراوړل کيږي، نوځکه بايد د تروريزم د اصلي انګېزو اود هغه د روزني، پالني او ادارې مرکزونوته جدي پام سوی وای. په خواشينۍ سره دا سلا – مشورې پرسي.آی.اې اونورولوېديځواستخباراتي سازمانوښې نه لګيږي؛ ځکه ترپرونه دوی په خپله هغوکسانوته وسلې، پيسې او پوځي روزنه ورکوله، چي نن يې د تروريستانو، افراطيونو، بنسټپالواو داسي نوروبد و بلاوو په نامه يادوي.
د همدې استدلال له مخي دامريکايي پوځ د بې پيلوټه الوتکوړانده ګوزارونه، نه يوازي د تروريزم اوافراطيت ريښې نسي له منځه نه وړلای، بلکي د بې ګونا او بېوزلوخلګو په وینوتويولو او کورورانولوسره، د تروريستي فعاليتو څپې لا پسي پراخوي. په دې توګه، د يوې واحدي علمي او معقولي ستراتېژۍ نسته والي د سيمي ټولو مغرضو دولتو، په تېره بيا پاکستاني آی.ايس.آی.، ايراني اطلاعاتو اود سيمي نورومغرضوکړييو ته پراخ امکانات برابرکړه، چي زموږ په هيواد کي د سولي اوامنيت د راوستو په کلکه مخه ونيسي.
– ټول جهان خبردئ، چي بهرنييو پوځونود القاعدې او طالبانو د مشرانود وژني يا نيولوپه پلمه زموږپرتاريخي او سرلوړي هيواد تېری وکړ. له اتوکالو راهيسي زموږ پرربړېدلي او اسکېرلي ولس د قيامت ورځي تېريږي؛ خود القاعدې او طالبانو د مشرانود وژني يا نيولو په اصطلاح طلايي خوب تراوسه ريشتيا نه سو. اوس د نړۍ ټول خلګ پوښتنه کوي، چي د القاعدې او طالبانو د مشرانو د وژني يا نيولو په پلمه به دا ورانوونکې جګړه څوترڅو روانه وي؟ له دې کبله د لوېديځو هيوادو په ګډون د نړۍ ټول خلګ د هري ورځي په تېرېدو سره د دې تپل سوي انساني ضد جګړې پرپوچوالي اوناکامۍ باورپيدا کوي. د ايتلافي ځواکونو سياسي مشران نور په افغانستان کي د خيالي بيري او وحشت په جعل کولو سره، د خپلو خلګو ذهنونه نسي قانع کولای. له دې امله د اسپانيې او امريکا په څېردهغوهيوادو شمېرورځ په ورځ ډېريږي، چي خلګ يې د خپلوډيموکراټيکورايو له لاري د جنګ غوښتونکو واکمنانوسياسي ژوند د پای ټکی ږدي.
– بې شکه هغه څه چي يرغلګرپوځونه زموږ د سرلوړي او تسخيرنه منوونکي هيواد- افغانستان وپرېښوولوته اړ باسي، په واقعيت کي هغه عوامل اودلايل نه دي، چي په افغانانو يا د سيمي په نوروهيوادو پوري اړه لري. په بله وینا بهرني پوځونه نه د افغان ولس د ناروا وينوتوييدو د ختمولو؛ اوپه دې جنګ ځپلې خاوره کي خلګو ته د واک سپارلوپه خاطر، بلکي د خپلوزياتېدونکوانساني تلفاتواوسرساموونکواقتصادي زيانونوله امله نور نسي کولای، دې موهومي اوبې هدفه جګړې ته ترنامالومه وخته دوام ورکړي.همدا اوس په لوېديځوهيوادوکي واکمني کړۍ د خپلو خلګو له پراخېدونکي سياسي فشارونو اوستراقتصادي کړکېچ سره مخامخ دي. په دې ناروا او بشي ضد جنګ کي، چي زموږ د وخت لويوجنګي جنايتکارانو- بوش او بلېريې سرکښېښود، د اوباما اوبراون يا کرزي، فهيم، خليلي اونورو مزدورو جنايتکارانوزامن اوعزيزان نه وژل کيږي. افغانان اونړۍ وال ټول د سرپه سترګو ګوري، چي په دې ورانوونکي اورکي زياتره زموږبې ګونا او مظلوم هيوادوال؛ اوهغه جنګيالي وژل کيږي، چي د اقتصادي ستونزو يا د سياسي واکدارانود زهرجنو تبليغاتوپربنسټ، وسلي ته لاس اچوي.
ښايي دلوېديځوهيوادو سياسي او پوځي ستراتېژيستانوبه دافغانستان اوحتا سيمي نيول د يوې خوږې ګولې په څېراسانه کارګاڼه، نو ځکه يې هغه ته د دونه اوږده وخت، ډېرو بشري تلفاتو او لويواقتصادي لګښتونوسوچ نه کاوه. خودا دئ کرار کرارپوهېږي، چي د افغانانو په سرلوړې او خپلواکه خاوره کي د دې ګولې هضمول څونه ګران او آن ناممکن کاردئ. اته کلني بې هدفه جګړې اوپه نړۍ کي روان اقتصادي بحران، ځیني يرغلګرهيوادونو له داسي سختو اقتصادي کړاونو سره مخامخ کړي دي، چي ساری يې د دوهمي نړۍ والي جګړې ترستراقتصادي بحران وروسته نه دئ ليدل سوی. دلته نه غواړم د امريکا د متحدو ايالاتو، انګلستان، جرمني، فرانسې او نورو ايتلافي هيوادو د بودجې د کمښت، ملاماتوونکو پورونو، زياتېدونکوبېکارييواوډول ډول نورواقتصادي ستونزو په اړه حقايق اوارقام وړاندي کړم؛ ځکه هرڅوک له نالوستو اولږلوستوڅخه نيولې ترپوهواومسلکي کسانو پوري ګرده په دې روښانه حقيقت پوره خبردي؛ او هره ورځ د دې لوی نړۍ وال اقتصادي بحران ناوړه اغېزي په خپل کور، کلي او ښارکي ګوري.
دغواو ځینو نوروعواملوته په پام کولو سره ناڅاپي نه وه، چي د امريکا د متحدو ايالاتو جمهوررييس- بارک اوباما له خپلوسياسي او پوځي سلاکارانو سره ترخورا اوږدو مشورو وروسته، له يوې خوا افغانستان ته د نورو دېرشو زرو عسکرو د لېږلو او له بلي خوا د ۲۰۱۱م کال په جولای کي د خپلو پوځونو د وتلو د پيل نېټه اعلان کړه. په افغانستان کي د شمالي اتحاد ګواډکي حکومت، چي حامد کرزی يې په واقعيت کي د يوه ساده او بې واکه استازيتوب دنده په غاړه لري، د اوباما د دې اعلان په اروېدوسره سمدلاسه د راتلونکو پينځلسو کالوله پاره د ايتلافي قواوود پوځي مرستو د دوام غوښتنه وکړه؛ او دلندن په کنفرانس کي يې يوځل بیا داغوښتنه تکرارکړه. د اريانۍ ځای خو دا دئ، چي دا پوچي غوښتني دهغه دولت له خوا وسوې اوکيږي، چي په افغاني او بين المللي ټولنه کي په بېشرمۍ سره د افغانانود استازيتوب اوملاتړادعا کوي. که تپل سوي حکومتونه د نړۍ په يوه هيواد کي د بهرنييو لښکرو په توپواو ټانکو ساتل کېدای سوای، نو په کابل کي به هم دايتلافي قواوو په ټانکونو او الوتکو د حامد کرزي په مشرۍ د شمالي اتحاد لاس پوڅی، جنايتکاراوبې کفايته حکومت، ژغورل سوای وای. ښه به دا وای، چي د کابل د مزدور رژيم ځينو باسواده کسانو لږترلږه د افغانستان په معاصر تاريخ کي د شاه شجاع او ببرک کارمل سياسي ژوند يو پلا په غوَرلوستی وای. بله په زړه پوري لادا چي متأسفانه د کابل لاس پوڅی رژيم له دې واقعيته بې خبره دئ، چي ايتلافي ځواکونه په جګړه کي د خپلو ننييو بشري تلفاتواولويواقتصادي زيانونوپربنسټ، د پينځلسوکالو پرځای حتا ددروکالو مقاومت وس هم نه لري.
لکه څنګه چي مخکي يادونه وسوه، د لندن په کنفرانس کي خو ظاهراً د پخوا په څېرد کابل له مزدوراو فاسد رژيم سره د نړۍ والي ټولني د سياسي، اقتصادي او پوځي ملاتړ د دوام خبري وسوې؛ خو ترپردې شاته تلاښونه په واقعيت کي د کابل رژيم د ژغورني له پاره وروستۍ هڅي بيانوي. نن ګورو، چي د انګليستان د باندنييو چارو وزير- ډېويډ ميليبنډ د افغانستان په سياسي ژوند کي د پښتنو د حقوقواو پراخي برخي اخيستني خبري کوي. امريکايان اوانګرېزان اوس په دې حقيقت ښه وپوهېدلي دي، چي د القاعدې او طالبانو په نامه له پښتون مېړني قام سره جګړه د بري هيڅ چانس نه لري.هغوی ته دا حقيقت هم په بشپړه توګه څرګند سوی دئ، چي د شمالي اتحاد د کرغېړنو ډلو ټپلوپه سياسي او پوځي واک کي، د سولي او امنیت هيڅ څرک نه ليدل کيږي. د کابل په ګوډاګي حکومت کي د کرزي او څونورو پلورل سوو پښتنو مشرتوب اوغړيتوب، په هيڅ ډول د دې تاريخي هيواد په سياسي، اجتماعي، کولتوري او اقتصادي ژوند کي د پښتنود برابري برخي اخيستني په مانا نه دئ. له دې کبله نو دا ناڅاپي نه ده ، چي نن طالبانواو نورو وسله والو مخالفينو ته د پيسو ورکولو، اقتصادي پروژواو نورومرستوپه نامه د بېلابېلوسياسي رشوتونه اوموکونو خبري کیږي .
د امريکايانواوانګرېزانو په سياسي او پوځي ستراتېژۍ کي دا نوي بدلونونه، په اتيايموميلادي کلونو کي د افغان مجاهدينو له ځینو تنظيمو سره د پخواني شوروي د ځينو سياسي او پوځي مشرانو د لڅواو پټو خبرويادونه تازه کوي. هغه مهال هم د شوروي دولت سياسي اوپوځي ستراتېژيستانود افغان مقاومت په ليکو کي د بې اتفاقۍ، بې باورۍ اوراتلونکي نفوذ له پاره، په هیواد کي دننه اودباندي له ځينو په اصطلاح جهادي قومندانانو اوتنظمي مشرانو سره تړونونه لاسليک کړه. دهغه مهال شوروي مقاماتوهم د نړۍ وال فشار، زياتېدونکوځاني تلفاتواو ستراقتصادي پېټي پربنسټ، له افغانستان څخه د خپل سره پوځ د قطعاتو ترايستلو مخکي د نننييواتيلافي ځواکوپه شان په دوو جبهوکي فعاليتونه پيل کړه. له سياسي پلوه يې د خپل لاس پوڅي رژيم د مخالفينو په ليکوکي د خپل راتلکونکي رول د اغېزمنتیا او پياوړي کولو په مقصد، له هغو سره د پټوپوځي تړونواوښکاره خبرو اترو بهيرپيل کړ؛ اوله بلي خوا يې په کابل کي خپل کښېنولي رژيم ته د مخالفينود زياتېدونکو بريدوپه وړاندي د مقابلې له پاره پريمانه پوځي مرستي ورکړې. سکډ، لونا، اوراګان اوداسي نوري پرمختللي وسلې په همدې پېرکي کابل حکومت ته وسپارلي سوې. د پوځي مرستو ترڅنګ د رژيم د بقا له پاره، د اقتصادي کومکو ګچه هم تر پخوا څوواره لوړه سوه. د افغانستان او سيمي له پاره د اوباما د پوځي ستراتېژۍ په رڼا کي د ايتلافي ځواکونو د شمېرزياتوالی له يوې خوا اود کابل د اوسني ګوډاګي رژيم له بېلابېلو وسله والو مخالفينو(طالبانو، حکمتيار، حقاني او نورو ډلو) سره د خبروتياری؛ اوهغوته د ډول ډول امتيازو وړاندي کول له بلي خوا، په واقعيت کي دواړه يو رازسياسي او پوځي مانورونه دي. استعمارګرانو تل کوښښ کړی دئ او کوي يې، چي په هرايډيالوژيکي، سياسي، قومي اوديني غورځنګ کي خپل نفوذ او اغېزه ولري. په بله ژبه د سره، ژړ، شنه او سپين کارډ څښتنان ټول د ځان ملګري کړي.
سره له دې چي د طالبانو او نورو وسله والوجنګياليیو سياسي نظريې او مذهبي سخت دريځي، په هيڅ ډول د ټولو پښتنو د فکري جوړښت استازيتوب نه کوي؛ خو په دې خبره کي شک نسته، چي طالبان، حکمتياراو نور افغان مخالفين د دې خاوري اصيل او ريښتيني بچيان دي. په تېره اته کلنه جګړه کي د پښتني ټولني د يوې برخي په توګه، طالبانو او نورو وسله والوجنګيالييوته سترځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي. له دې امله بايد د نوروبېوزلوافغانانوتر څنګ له هغو سره د ژوندانه په ټولو برخو کي هراړخيزي مرستي وسي؛ خومرستي بايد هيڅکله درشوت يا بډو په بڼه د سياسي غرضونو او مقصدونوله پاره نه وي. که مرستي ريشتيا هم د انساني خواخوږۍ پربنسټ کيږي، بيا نوپوښتنه پيدا کيږي، چي دې «مهربانو» پردواوخپلو ولي له پخوا څخه دا معقول او ګټور چال چلند نه کاوه؟
د ډېري خواشينۍ ځای دئ، چي له اتوکالوراهيسي د ډيورينډ د تپل سوي کرښي دېخوا اوها خوا ټول بې ګونا پښتانه د اور په لمبو کي سوځي؛ خو يرغلګرپوځونه او دهغومزدورواکمنان اوس په دې سر خلاصوي، چي د هغوي په توپونواوبمونود مظلومو پښتنوويني توييږي؛ شرف اوعزت ته يې سپکاوی کيږي؛ او په دولتي نظام کي د هغو له استحقاق سره سم ونډه نه ورکول کيږي. دا ټوله د شرم وړخبري دي. پښتانه د امريکايانواوانګليسانو د پېرزويني او زړه سوي دي دريځ ته ګوته په غاښ دي؛ ځکه همدغوايتلافي پوځونو، په تېره بيا امريکايانو او انګرېزانو د افغانتسان په شمالي اتحاد کي د خپلوسرسپارلو مزدورانوپه مرسته، په تېرو اتو کالوکي د څو کسو طالب مشرانو په ګونا، له ټول پښتون قام سره د دوښمنۍ جګړه پيل کړه؛ او دادئ نن د دې جګړې لمبې دونه لوړي سوي اوپراخي سوي دي، چي وچ اولانده ټول پکښي سوځي.
راسئ دلته پردې پوښتنو هم څه غوَر او دقت وکوو، چي د ايتلافي دولتونو په سياسي او پوځي ستراتېژۍ کي دا لوی بدلون د کابل د رژيم د وسله والو مخالفانو د پوځي اوانتحاري بريدونونتيجه ده که څنګه؟ که د افغانستان خلګو له کابل حکومت اوبهرنييو لښکروڅخه ښه زړه لرلای، ايا طالبانو او نورو وسله والو مخالفينوکولای سوای، د نړۍ له سترپوځي ايتلاف سره اته کاله داسي اتله وال مقاومت وکړي؟
جوابونه بېخي روښانه دي. ترهغه وخته چي ايتلافي ځواکونه د بې ګونا افغانانوویني تويوي؛ بچيان اوعزيزان يې له القاعدې اوطالبانوسره د تړاوپه ګونا په ګونتانامو، بګرام اونورو تورو زندانونو کي ځوروي؛ په افغانستان کي د جنايتکارو، لوټمارو او وطن پلورونکو مزدورانو د واکمنۍ ننګه او ملاتړکوي، د مخالفينوليکي به د هري ورځي په پرتله لا پسي پياوړي کيږي. له دې واقعيت څخه څوک انکار نسي کولای، چي د ايتلافي ځواکونوپه مقابل کي د وسله والو مخالفينو پرله پسې برياليتوبونه د څوانتحاري بريدونه زېږنده نه دي. ټول افغانان، په تېره بيا ناراضه اوکړېدلي پښتانه، په بېلابېلو بڼو، د وسله والو مخالفینوله مقاومت سره مرسته اوهمکاري کوي.
شک نسته، چي ايتلافي ځواکونه به د لندن کنفرانس له لاري د ځينوپوځي، اقتصادي او تخنيکي مرستو په راغونډولوسره د کابل د مزدور رژيم عمر يوڅه نورهم اوږد کړي؛ مګرله دې ټولو هڅو او تلاښونو سره سره به د يرغلګرو پوځونودژوندي ساتلو مشين هيڅکله د کابل د کوما وهلي رژيم سياسي ژوند تل تر تله و نسي ژغورلای. په لندن کنفرانس کي پردې خبرو ټينګاروسو، چي دهيواد د امنيتي چارو مسووليت بايد له ايتلافي پوځونو څخه افغان وسله وال پوځ ته ولېږدول سي؛ افغانان بايد خپلي سياسي اواقتصادي چاري په خپله اداره کړي او داسي نوري خبري . . . چي ګرده په ګومه کي د پردو لښکرود پښو سپکولوپه مانا دي. په داسي شرايطو او حالاتوکي به ايا د کابل فاسد او بې کفايته رژيم د ايتلافي دولتو دا لويي غوښتني او مسووليتونه پوره کړای سي؟ سربېره پردې ايا د ايتلافي دولتونو سياسي رشوتونه به د دولت وسله وال مخالفين روغي جوړي، وسلي ايښوولواوهمکارۍ ته اړباسي؟
لکه څنګه چي د تېرواتو کالو سياسي او امنيتي حالاتو په څرګنده وښوول، دې دواړو پوښتنو ته جوابونه منفي دي. ځکه طالبان او نوروسله وال مخالفان به هيڅکله له يرغلګرو لښکرو او د هغو د مزدور رژيم له واکمنانو سره روغي جوړي اوپه حکومت کي برخي اخيستو ته زړه ښه نه کړي. طالبانو او نورو مخالفينوته د وسلو ايښوولو او روغي جوړي بلني څه نوي خبري نه دي. طالبان او نور وسله وال مخالفين له ورايه ګوري، چي د« کلاه جنګی» او«دشت ليلی» د بې رحمانه وژنو مسوولين او مسببين ګرده همدا اوس د مزدورکرزي پرشاوخوا را ټول؛ اود ايتلافي ځواکونو د توپ او ټانک ترسيوري لاندي زموږ پرکړېدلوخلګوحکومت کوي؛ په تېرواتوکالوکي يې پر وسله والو مخالفينو سربېره زموږ مظلومواودردېدلوخلګو ته له جنازو، پاتاوو، غمونو او کړاونو پرته بل څه ورنه کړه؛ او تراوسه هم په پوره بې شرمۍ سره خپلوغلاوو، خيانتونو، بې عدالتييو او فساد ته دوام ورکوي.
په دې خبره هرڅوک پوهېږي، چي د دولت وسله وال اوسوله ييز مخالفان دواړه يوازي او يوازي له يوه داسي حکومت سره خبرواو تفاهم ته تياري ښيي، چي لاسونه يې د دې مظلوم ملت په وينوککړنه وي؛ زموږد بېوزلوخلګو پرځان، پت اومال يې تېری نه وي کړی؛ د پردو دولتو له استخباراتي سازمانوسره د وفادارۍ او دوستۍ پټ تړونونه ونه لري؛ زموږ د ګډ تاريخ کور- افغانتسان د لوړو ملي ګټوپه لارکي هررازسرښندني ته تياروي؛ له سياسي او جهادي نفوذ څخه يې د خپل ځان، ټاکلي ډلي، ګوند، قوم، ژبي او مذهب په ګټه ناروا استفاده نه وي کړې؛ په خلګو کي د نېک نامه او سپېڅلي شهرت خاوند وي؛ او په پای کي د دې جګړه ځپلي هيواد له بيا ودانولواو سوکالۍ سره د زړه له کومي مينه ولري. د داسي خلګوادارې ته بايد په سياسي اصطلاح «ملي حکومت» ووايو. په خواشینۍ سره نړۍ والي ټولني له تيرو دېرشوکالو راهيسي نه يوازي په افغانستان کي د ملي ځواکونو هيڅ راز مرسته او ننګه نه ده کړې، بلکي افراطي ګوندونو او ډلوټپلوته يې د پرمختللو وسلو، پراخو اقتصادي مرستو اوسياسي ملاتړ په برابرولو سره، عملاً د دې هيواد دخپلواکو ملي اومترقي قوتونو په ځپلواوټکولو کي برخه اخيستې ده.
په دې توګه، د هيواد د روانو سياسي اوامنيتي حالاتو ترهراړخېزي څېړني وروسته دې نتيجې ته رسيږو، چي په راتلونکي کي يوپلا بيا د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د واکمنۍ امکان ترسترګوکيږي. حقيقت خو دا دئ، چي طالبان اونوري وسله والي ډلي همدا اوس هم دهيواد په کلو او بانډو کي د خلګو د ژوندانه پرټولو ټولنيزوچاروحکومت کوي؛ او هغه ورځي هم ډېري ليري نه برېښي، چي د کلو او بانډو دا ګرځنده حکومت په ښاروکي هم د چارو واګي ترلاسه کړي. که څوک خوښيږي يا خپه کيږي، دا زموږ د ټولني انکار نه منوونکی واقعيت دئ.
لکه څنګه چي دمخه هم يادونه وسوه، د څه د پاسه څلوېښتو هيوادو منظمواو پرمختللوپوځونو له خپل ټول سياسي، پوځي او اقتصادي برلاسي اوهررازانساني ضد ځورونو سره سره ونه کړای سوه، چي د طالبانو، اسلامي ګوند او نورو وسله والو ډلو مقاومت له منځه يوسي. بالعکس دهري ورځي په تېرېدو سره د دې وسله وال مقاومت ريښې لا پراخي او پياوړي سوې. د يرغلګرو لښکروتپل سوو واکمنانو په خپلو زورزياتيیو، غلاوو ، بې کفايتيیو، بې عدالتييو او نارواعملونو سره، د وسله والو مخالفانو ملاوي نوري هم ټينګي کړي اولا يې پسي ټينګوي.
په داسي شرايطو اوحالاتو کي ترلمرروښانه ده، چي د کرزي لاس پوڅی حکومت د بېلابېلو خپلمنځي تضادواو اختلافوله کبله په يوازيتوب سره، د وسله والو مخالفانو په وړاندي د مقاومت وس نه لري. دا خبره عجبه نه ده، چي کابل اوسنی رژيم به د طالبانو او نورو وسله والو تربريدونومخکي د ډاکټرنجيب الله د حکومت په څېرد خپلو خاينو ملګرو لخوا له دننه ټوټه ټوټه سي. د کابل بې واکه حکومت تراوسه هم په واقعيت کي د شمالي اتحاد(نظار شورا، د شيعه ګانود وحدت ګوند اورشيد دوستم) له درو لويوډلو څخه جوړدئ. زموږ کړېدلي هيوادوال د کابل د تاج و تخت د ترلاسه کولو په خونړييوجګړوکي د بېلابېلو جهادي تنظيمو ترڅنګ د دې درو جنايتکارو ډلو د رنګارنګ ايتلافونواوجګړوعيني شاهدان دي. د پردو لښکرو تروتلو وروسته به د هيواد په اوردو، پوليسو اواستخباراتو کي د دې درو ډلو واکمن مشران يوځل بيا په خلګو هغه کانې وکي، چي هيچا به يې تراوسه ساری نه وي ليدلئ. ايتلافي ځواکونواودهغولاس پرنامه غلام – حامد کرزي، دافغانستان د ملي خپلواکۍ، مځکنۍ بشپړتيا، اوملي نواميسو د ساتني چاري داسي کسانو ته سپارلي دي، چي زموږ د هيواد هره هديره، هره کنډواله او هرديوال دهغود بې ناموسۍ، جنايتونو، سپيتاني اوغلاوو دردناکي کيسې بيانوي.
د افغانستان خلګ په اوسنييو شرايطو کي زموږ د خلګو په اصطلاح د پاڼ او پړانګ ترمنځ ولاړ دي؛ هيڅ خوا ته يې مخ نه اوړي. نه د ايتلافي لښکرو او دهغو د ولسي ضد تپل سوي حکومت لاس نيوي ته ور دانګلای سي؛ او نه هم د تېرو ترخو تجربو پر اساس د طالبانو او نورو وسله والو ډلو همکارۍ او مرستي ته زړونه ښه کولای سي. د دې هيواد ناپييلي خلګ په ريشتيا سره له لويي تراژيدۍ سره مخامخ دي. بايد په ډېرټينګار سره يادونه وکوو، چي زموږ دردېدلي هيوادوال به ترهغه مهاله د يرغلګرو پوځونوله وتلو؛ او د هغو دلاس پوڅي، بې کفايته او فاسد حکومت له نسکورېدوڅخه د سوکالۍ او خوشالۍ ساه وانخلي، چي د چارو واګي دهيواد ريښتينو، زړه سواندو، پوهواوباکفايته ملي استازو ته ونه سپارلي سي… زموږ کړېدلئ ولس يوازي او يوازي د رحمت او سمسورتيا باران ته اړتيا لري، نه دا چي د رحمت او نېکمرغۍ په نامه سيل او توپان يې يوه ګوله وچه ډوډۍ هم له خولې وباسي. بايد يوپلا بيا په ساده او روښانه ټکوسره ووايو، چي له يوه لاس څخه بل لاس ته د سياسي واک په يوه بې هدفه او بې مقصده لېږدېدوکي، زموږد جنګ ځپلي هيواد مسألې هيڅکله نه هواريږي. که نه نوپه دې توګه به زموږ دغم لړلي تاريخ يودردناک او خونړی پړاوبه بشپړاو پرځای به يې بل توراو ځورونکی پړاو پيل سي.
اې فلکه چي پرزړه مي اوروي رقيبان غشي
زما نصيب کي تا ليکلئ ولي جنګ دئ؟