کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا د اوس خبره نه ده

دا د اوس خبره نه ده

زموږ ګران هېواد افغانستان تل د بهرنيو هېوادونو د لاسوهنې ښكار شوى دى او همدارنګه زموږ هر مشر دا څرګنده كړې چې پلانى او پلانى هېواد زموږ په چارو كې كار كوي، خو هېڅ وخت په دې برخه كې پرېكنده دريځ غوره نه شو، بلكې همداسې د شك په توګه پاتې شوه.
افغانان د نورو هېوادونو پر خلاف يوه ډېره ځواكمنه غريزه چې لري هغه دا ده چې د نورو لاسوهنه او د نورو تسلط ورته د زغملو وړ نه دى، چې له همدې امله يې څو ځله انګرېزانو ته خوله ماتې ځواب وكړى او همدارنګه يې په نژدې پرون كې پخواني شوروي اتحاد ته خوله ماتوونكى ځواب وركړ او له خونړۍ ماتې سره يې مخ كړ. خو له شوروي اتحاد سره هم له بريا وروسته او د جګړې په درشل كې د پاكستان ايران او ځينو نورو هېوادونو له نېغې لاسوهنې څخه خلاص پاتې نه شو. ټولې بهرنۍ مرستې چې له افغانستان سره كېدلې د پاكستانيو چارواكو له لوري ورته وېشل كېدې او پاكستانيو چارواكو افغان مشران په څو ډلو ووېشل څو له خپلواكۍ او شوروي له ماتې وروسته ونه شي كولاى چې يو خپلواك او ملي حكومت را منځ ته كړي. خو د طالبانو د حكومت له ماتې څخه وروسته چې كله امريكا افغانستان اشغال كړ بيا هم پاكستان چپ كښېنناست او خپلو لاسوهنو ته يې دوام وركړ، خو په زړه پورې دا ده چې امريكا وروسته له اتو كلونو ايله اوس وپوهېده، چې پاكستان د افغانستان په چارو كې لاسوهنه كوي او د دې ملت په بربادۍ كې لاس لري، افغان غميزه تل زموږ له ګاونډي هېواد پاكستان څخه منډې راوهي دا د اوس نوې خبره نه ده ځكه چې همدا پاكستان و چې د شوروي تر يرغل وروسته يې بيا هم افغان مشران د چوكۍ لپاره سره وجنګول او ټول هېواد په ځانګړي توګه كابل يې ورباندې دړې وړې كړ. اوس هم د افغان دولت ډېرى مخالفين له پاكستان څخه تغذيه كېږي او مركزونه يې په پاكستان كې دي.
په واشنګتن کې چارواکي دا مني چې د ستونزې يوه برخه په پاکستان کې ده. دوى اسلام اباد تر فشار لاندې راوستى، چې په قبايلي سيمو کې د طالبانو خلاف خپلې پوځي هلې ځلې پراخې کړي.
خو پاکستان د ترورېزم ضد مبارزه کې خپل محدوديتونه لري. د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ اوږد مهاله ستراتيژۍ او اقتصادي ګټې د ترورېزم ضد مبارزه کې د اسلام اباد هلې ځلې محدودوي.
اسلام اباد تر اوسه يوازې پر هغو طالبانو بريدونه کړي، چې حکومت يې تهديد کړى او د هغو کسانو له فعاليتونو سترګې پټوي، چې له پولې پورې غاړه په افغانستان کې دولتي او بهرنيو ځواکونو باندې بريدونه کوي.
د پاکستان پوځ درې مياشتې پخوا په جنوبي وزيرستان کې پر هغو طالبانو بريدونه پيل کړل، چې په تېرو دريو کلونو کې په پاکستان کې د زرګونو کسانو او د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بې نظير بوټو په وژلو تورن ګڼل کېږي.
د دغو پوځي عملياتو په ترڅ کې، چې اوس هم دوام لري په سيمه کې د طالبانو ډېرې اډې له منځه وړل شوې او د طالبانو زرګونه کسان له جنوبي وزيرستان څخه شړل شوي دي.
خو په ورڅېرمه شمالي وزيرستان کې د سراج الدين حقاني او د ده د پاکستاني مرستيال حافظ ګل بهادر په مشرۍ د افغان او پاکستاني طالبانو اډې په ځاى پاتې دي، دوى له شمالي وزيرستان څخه په افغانستان کې خپلې حملې تنظيموي.
د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير تنوير احمد خان، چې اوس په اسلام اباد کې د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز مشر دى وايي، سره له دې چې واشنګټن افغانستان ته لا ډېر سرتېري استوي، خو اسلام اباد په افغانستان کې د امريکايي هلوځلو په برياليتوب جدي شک لري او د دغه شک تر ټولو لوى لامل دا دى، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته د دېرشو زرو نويو سرتېرو لېږل له دغه هېواد څخه د امريکايي ځواكونو وتلو پورې تړلي دي.
اوس د اندېښنې خبره دا ده، چې کېداى شي طالبان په نږدې وخت کې د ناټو د ډېرو سرتېرو له بريدونو د ځان ساتلو لپاره د پاکستان قبايلي سيمو او يا د افغانستان غرنيو ليرې پرتو سيمو ته ستانه شي او اتلس مياشتې وروسته، چې امريکايي ځواكونه له افغانستان څخه خپل وتل پيلوي په ټول ځواك بېرته صحنې ته راشي او له تلونکو ځواكونو سره د يوې معاملې په پايله کې لږ تر لږه د کابل په حکومت کې ځان ته ځاى پيداکړي.
د جرمني د خبري اژانس رپوټ زياتوي، چې دغه احتمال سره له دې چې ليري برېښي، خو بيا يې هم پاکستان په دې قانع کړى، چې افغان طالبان د هند د نفوذ په وړاندې د خپلو راتلونکو پلويانو په توګه وساتي. د هند حکومت د ولسمشر حامد کرزي په اداره کې کافي نفوذ لري.
د اسلام اباد لپاره د اندېښنې وړ بله موضوع دا ده که چېرې ناټو له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو په صورت کې په دغه هېواد کې د پاکستان ګټې تضمين کړي بيا هم اسلام اباد څنګه کولاى شي، له واشنګټن سره د طالبانو خلاف خپله همکاري د پاکستان خلکو ته چې اکثر يې امريکايي ضد احساسات لري توجيه کړي.
خو پاکستان وايي، چې د طالبانو خلاف د جنګ په پراخولو کې ډېرې ستونزې لري. اوس پاكستان په دې بريالى شوى چې په افغانستان كې څه ډول لاسوهنه وكړي او څه ډول دا هېواد ټوټې ټوټې كړي، ځكه وايي چې تجربه د علم مور ده، اوس دوى په دې لاسوهنه كې دومره تجربه تر لاسه كړې چې په دې برخه كې عالمان شوي دي. هغه متل دى وايي چې يو پټۍ رشقه يې وخوړه ته اوس هم مږه بولي، دوى اوس په دې كار كې ښه مهارت تر لاسه كړى. كه چېرې يې مخه ونه نيول شي نو لكه د دې څو لسيزو په څېر به افغان ګټې تل د دې هېواد تر ګواښ لاندې وي.
د ۱۳۸۸ كال د سلواغې ۱۲ مه
http://www.bloguna.com/viqar/view/8405