کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / شمشاد د ملي ارمانونو څلي

شمشاد د ملي ارمانونو څلي

شمشاد يو ټولنيز تلويزون دي چي خپل ټولنيز اغيز يي ټولو پښتنو او پښتنو کورنيو ته په لوړه کچه رسولي څرنګه چي نوموړي تلويزون د ټولو پښتنو د زهنونو او کورني چاپيريال ته لاره موندلي ده نو ځکه د نيکه مرغه د شمشاد په برکت نن ورځ ډيري پښتانه د ژوند په هره برخه کي په ټولو مسايلو او جوړښتونو پوهيږي .
ټول ارزښتونه چي په يوه ټولنه کي د انسان طبيعي حق وي د شمشاد په هلو ځلو تر ډيره حده د شمشاد د چتر لاندي خوندي شوي خو د دي لپاره چي دغه ارزښتونه نور هم لوړي کچي ته ځان پورته کړي نو د ټولو پښتنو ملا تړ اړين بولم
شمشاد پدي هڅه کي دي چي ټول پښتني ارزښتونه او د پښتنو ټول حقوق په ررښتيني بڼه ټولو افغانانو او نړيوالو ته وښا يي بايد په ګوته کړم چي شمشاد د يوي فعالي او خو ځنده پديدي په توګه پدي لاره کي لوي نقش خپل کړي دي چي د علمي او اجتماعي اړيکو له مخي يي د پرګنو سزه دخپلو پروګرامونو له لاري تودي اړيکي تر دي دمه ساتلي دي
شمشاد تلويزون په رشتيني ډول يو افغاني او ملي تلويزون دي او په هر اصيل افغان فرض ده چي د ده په پرمختګ کي پوره ونډه واخلي پدي خاطر چي شمشاد د ټولو هيوادوالو او نړيوالو د ليدو لپاره نور هم پياوړي شي څرنګه چي نوموړي تلويزون يو ولسي تلويزون دي پدي کي تفريحي کلتوري د ځوانانو خپروني د ماشومانو خپروني د ښځو نړي ديني پروګرامونه او نور نور شامل دي
اړينه ده چي د تجربو کارو له تجربو او عالمانو د علمي شتمني او ارشاداتو څخه پدي لاره کي پوره کار واخستل شي
په افغانستان کي ډير تلويزونونه خلکو د خپلو ارادو له مخي جوړ کړي دي چ ډيري يي د د تجارت او ژبي په بنياد ولاړ دي
خو بر عکس د شمشاد تلويزون د افغانسان د ولس د ارادو ممثل دي او د شمشاد له برکته د پښتنو دغه تشه د نيکه مرغه ډکه شوي ده
او بي له شکه د افغاني هويت هنداره ده دا پدي مانا چي افغاني ادب شعر شاعري ډيري مجلس او کليوالي موسيقي او داسي نور رنګا رنګ پروګرامونه لري چي د دي پروګرامونو له لاري هغو پښتنو ته چي په اطرافو او يا د هيواد نه بهر اوسيږي پوهاوي رسوي
پدي تلويزون کي با احساسه پښتانه کدرونه کار کوي او خپلو وطنوالو ته د زړه له خلاصه خدمت کوي دا هر څه د ښاغلي حاجي صيب فضل الکريم په مشر تابه او نوښت تر سره کيږي
يا په بله مانا دا د محترم حاجي صيب فضل کريم برکت دي چي د د افغاني ارزښتونو لپاره يي پدي لاره کي کوټلي ګامونه پورته کړي او لا نور هم پدي لاره کي د هيڅ ډول ستړتيا احساس نکوي او لا هڅه کويچي د خپل ملي دريځ او ملي ګټو نه دفاع وکړي
نوموړي خپله هستي او د خپل ژوند ډيره برخه شمشاد ته ځانګړي کړي ده د شمشاد د پياوړ تيا لپاره يي د ټولو امکاناتو څخه کار اخيستي د بيلګي په توګه شمشاد تلويزون څو ځلي هڅي وکړي چي نړيوال شي حتي د دي لپار ه يي د امريکا د اريانا تلويزون سره قرارداد وکړ خو هغه پلان سر ته ونه رسيده اوس د نيکه مرغه شمشاد تلويزون په نسبي توګه په اروپا کي د سيتا بوکس د لاري ليدل کيږي چي د اروپا د ماشومانو لپاره د مورني ژبي په زده کړه کي پوره رول لوبوي اوداسي روزنيز پروګرامونه لري چي ماشوما ن يي خوښوي او د نورو تلويزونونو په پرتله اکثره افغاني کورني شمشاد ګوري شمشاد د ټولو افغانانو د زړه اواز دي پدي توګه د شمشاد دروند مشر حاجي صيب
فضل کريم فضل اودشمشاد چينل درنو کارکونکو ته ډير اوږد عمر او برياوي د الله ج له درباره غواړو