لکه څنګه چې دوه لوری پخپل منځ کې د کاروبار په موخه د کاغذ په مخ لیکلی تړون لاسلیک کوی همدارنګه هر مسلمان د خپل پروردګار سره هم یو تړون کړی.
خو ددې تړون ځانګړنې د نورو تړونونو سره ځنې توپیرونه لری چې په لاندې ډول دی .
۱. دا تړون د کاغذ په مخ نه بلکه د مسلمان په زړه کې لیکل شوی.
۲. دا تړون د مسلمان او د هغه د رب (ج) تر منځ شوی.
۳. دا تړون هر مسلمان د خپل رب سره پخپله خوښه کړی ده.
۴. د دې تړون یواځنۍ موخه د خپل رب رضا لاس ته راوړل دی.
۵. دا تړون لمړی ځل ټولو انسانانو د خپل رب سره هغه وخت وکړ چې د ارواحو څخه الله پاک وپوښتل چې (ایا زه ستاسو رب یم) ټولو په یو غږ وویل چې هو: ته زمونږ رب ېې. – الست بربکم قالو بلی .
۶. دوهم ځل دا تړون هغه وخت بیا وشو چې مسلمان د اسلام سپېڅلې کلمه وویله.
۷. دا تړون هره ورځ مسلمان لسګونه ځله بیا د خپل رب (ج) سره کوی – پدې مانا چې مسلمان د لمونځ په هر رکات کې واېې چې یا الله (ج) یواځې ستا بنده ګی کوم او ستا څخه مرسته غواړم – ایاک نعبد و ایاک نستعین.
۸. دا تړون لنډمهالې نه بلکه د ټول عمر تړون ده .
۹. پدې تړون کې دا ماده نشته چې که چېرې مسلمان پرې وفا ونکړه نو الله (ج) به ېې له ځمکې او اسمان څخه وشړی یا به رزق او روزی ورنکړی .
۱۰. که مسلمان هر څومره دا تړون مات کړی خو چې په رښتینی ډول پښیمانه شی او بېرته خپل رب ته رجوع وکړی نو الله پاک ېې بښی.
دا تړون ده (لا اله الاالله محمد رسول الله ).
پدې مانا چې د بنده ګۍ وړ یواځې یو الله ده او محمد صلی الله علیه وسلم د هغه رالېږل شوی استازی ده.
یا په نورو ټکو زه به یواځې او یواځې د الله (ج) بنده ګی کوم.
یا په نورو ټکو زه به یواځې د الله (ج) او محمد صلی الله علیه وسلم د لارښودنو سره سم ژوند کوم .
هر هغه څه چې د الله (ج) او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لارښودنو سره په ټکر کې وی له هغې نه به ځان ساتم .
په درناوی .