ګرانی دی د عشق خبری ګرانی دی
ګوری چی د ښار نجونی ناځوانی دی
زلفو باند ی خپل مخ ته نقاب جوړ کړی
ورځ کړی توره شپه او بيا روانی دی
ته که مسلمانه يي منمه دی
ستا خو شوخی سترګی کافرانی دی
زخم می په زړه کی لا مسکی ښکاری
ستا د بڼو غيشی لا روانی دی
ستا د تکو سرو شوڼډو غوټی کی تل
د خوار حفيظ مليار وينی روانی دی