پاکستان خبر ورکړی دی چي نن يې په برياليتوب سره د شاهين په نوم توغندۍ ازمويني ترسره کړې ، دا توغندۍ چي اووه سوه کيلو ميټره واټن ويشتلای سي نن په يوه نا معلومه سيمه کي و ازمويل سوې .
دا خبر په داسي حال کي ورکول کيږي چي نن د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس اعلان وکړ چي که پاکستان له دوی سره موافقه وکړي نو دوی تيار دي چي د پاکستان تر واک لاندي سيمو کي د ترهګرو په وړاندي پوځي عمليات پيل کړی .