د اېران دولتي آژانس وايي دغه هيواد د درو راکټونو او يوه سټلايټ لېږدوونکي راکټ کاميابه تجربه ترسره کړې ده.
په دې هکله نور جزيات نه دي ورکړل سوي خو وايي دغه تجربه د اېران د اسلامي انقلاب د يودېرشم کال په درشل کي د ولسمشر احمدي نژاد په مخکي ترسره سوه.
اېران وايي فضاء ته د سټلايت لېږدوونکي راکټ نوم سېمرغ وو او ٨٧ ټنيه وزن يې درلود.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه