ميرمن او څلور ديوالي!!!
د ميرمنو د حقوقو په برخه کې هم پدې دين پورې داسې يو تور تړل شويدی چې له ديني روح او لارښوونو نه هومره ليرې دی لکه څومره چې ددې دين له تاريخي واقعيت سره واټن لري!
((الحرملک)) او ((السلاملک)) دوه ترکي لفظونه دي چې په اسلامي نړۍ کې د دې ډول کورني نظام د رامنځته کيدو نيټې ته اشاره کوي او فکر نه کوم څوک وويلی شي چې ترکان د اسلام په روح او اصولو ښه پوهيدل او نه څوک دا ويلی شي چې هغوى اصحاب او يا تابعين وو!
د ښځې په اړه د اسلام تصور او دريځ داسې يو انقلابي،کريمانه او په ټولو انساني ارزښتونو برابر موقف او تصور دی چې غربي تمدن تر نن ورځې پورې پدې نه دی توانيدلی له بې شرمۍ او سپکې آزادۍ پرته بل هيڅ څه ورباندې زيات کړی شي!
ډيرې ميرمنې لدينه ويره لري که چيرې اسلام واکمن شي، نو دوى به د غلامۍ زمانې ته وروګرځوي او يا به يې په څلور ديواليو کې بنديوانې کړي، خو دا يوه بيځايه او بې سببه ويره ده او اسلام هيڅ تړاو نه ورسره لري. مونږ پدې پوهيږو او په ټينگار سره وايو چې فاضله او محترمه ميرمن بايد له اسلام او اسلامي حکومت نه هيڅ ويره او تشويش ونلري، اسلام ښځې ته هومره کريمانه او پراخه آزادي ورکړيده څومره چې په ټولنه کې د يوه گټور کار لپاره بل هر شريف او فاضل انسان ته ورکړل شويده.
اسلام ښځې ته له مشروعو لارو نه د ملکيت او کار (گټې) حق ورکړيدى، دا آزادي يې ورکړېده چې له هر ډول فشار او اجبار نه پرته پخپله خوښه له هغه چا سره واده وکړي چې خوښ يې وي، حق لري د باندې ووځي، خو پدې شرط چې داسې پتمن او باعزته لباس يې پر غاړه وي چې نه شهوت را وپاروي او نه ښځه د هوسګرو په ښکار بدله کړي.
هو، اسلام ښځه لدينه منع کوي چې خلکو ته د خوب په جامو کې ور ووځي، لدينه يې منع کوي چې له خلکو سره غزلانه سترگې وجنگوي، فاجرې خنداگانې ورسره تبادله کړي. . نو هغه ميرمنې چې يوازې همدا شيان آزادي بولي او لدينه پرته بله آزادي نه پيژني هغوى دې حتمًا له اسلام او د اسلام له واکمنۍ وويريږي!
او هغه بې هدفه ليکوالان چې فقط ښځې ته د رسيدو لپاره د ښځې د آزادۍ ډنډورې غږوي، دوى ته خپل اهداف ښه معلوم دي او د ښځو په هغو ځالوکې ښه بلد دي چې د دوى تود هرکلى کوي او خپلو هغو بربنډو او بې عفته غونډو ته يې بولي چې انسان پکې له ټولو انساني ارزښتونو نه بې برخې کيږي او د ځنگلي حيوان بڼه غوره کوي، ښځې او نارينه دواړه پکې. . . اسلام دا ډول غونډې نه پيژني او نه يې د جوړيدو اجازه ورکوي.
د دې دين د رسول حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) په زمانه کې به ښځې د لمانځه لپاره جومات ته تللې، په بازارونو کې به يې سوداگري کوله، په غزواتو کې به يې گډون کاوه، خو کله چې د ظلم او استبداد دوره راغله، نو بيا يې ښځه په يوه ناچيزه متاع بدله کړه او نه يوازې ښځه بلکه نارينه يې هم غلامان کړل.
دا اسلام ندى چې واکمنانو او پاچايانو ته يې ددې امر کړی دی چې خلک د مارانو په غارونو کې واچوي او دا اسلام ندى نارينه يې پدې مکلف کړي وي چې ښځې په څلور ديواليو کې بندې کړي، بلکه دا يو داسې عام ظلم دى چې ښځې او نارينه دواړه يې قرباني شويدي.
همدا راز دا آزادي نه ده چې د نن ورځې په شان ښځه په محافلو او غونډو کې خپل ورنونه او راوتلي غړي (سينې) لوڅ کړي، بلکه دا په حقيقت کې د ارستقراطيت (اشرافيت) په جامه کې روحي فحشاء او د آزادۍ په جامه کې د بدن عبوديت اوغلامي ده.
که اسلام بيا واکمن شو، نو ښځې ته به خپله کريمانه آزادي ورکوي او له هغو ارتجاعي عاداتو او افکارو نه به يې آزادوي چې لا تر اوسه هم په ځينو ټولنو کې وجود لري. همدا راز له هغه اباحيت او فحشاء نه به يې هم ژغوري چې د واکمنې او اشرافې طبقې له لاسه په ټولنه کې ګډه شويده.
اسلام هغه انساني روح ته نجات ورکوي چې د نورو له خوا بې قدره او توهين شوې وي، دا که په چارديوالۍ کې وي او که په صالون کې، په څلور ديوالۍ کې په ظلم او تعدي سره او په صالون کې په فشحاء او ابتذال سره بې قدره او توهينيږی.
هغې فاضلې ميرمنې ته د اسلام له لوري هيڅ ويره، ګواښ او خطر نشته کومه چې غواړي د شرف او کرامت په پولو کې د ننه انساني فعاليت ولري، خو هغه چې د شرافت او کرامت په ميدان کې نه ځاييږي هغې ته په کار ده چې د اسلام له واکمنۍ نه وويريږي.