ســــــوې لمن دې نورلــــــــــه اوره پاکــــــوم وطنه
لکه سپو ږمۍ دې په نړۍ کۍ ځلـــــــــــــوم وطنه
ستـــا بې وسي مې د زړګي پر سر اورونه پاشي
د ځانځــــــــــاني خيالونه اورته غورځوم وطنه
موږ خوهر چــــــــا ؤ پيژندلي په سرلـــــوړي ملت
تاريخ ته ګــــــــوره بيائې څنګــــــــــه بدلوم وطنه
له کومه راغله بد بختي دغـــــــــــــــلامي وموږته
داټيټ سرونه به اوس بيرته جــــــــــــــګوم وطنه
منمه ډيرې ککرۍ یې رانه خــــــــــــاورويو وړې
ښـــه ډيرسرونه لاهم اوس دکار لرم وطنـــــــــــــــه
که می دښمن ستا دعزت پرسرنسکور نه کړلی
د افغــــــــــــان نوم به بيا له سره بدلــــــــــــوم وطنه
دځلبـــــــلاندهيلی غوټۍ دی ژر بــــه وغوړيږی
دخوښي زيری خپل ولس تـــــــــــــه ورکوم وطنه