د امريکا استخباراتي شبکه وايي د القاعدې ډله د دوى پر هيواد يو ځل بيا نويو حملو ته تيارى نيسي.
د امريکا د مشرانو جرګې استخباراتي کمېټې ته په وينا کي د سي، آى، اې مشر ليون پانيټا وويل القاعده په دې هڅه کي ده چي له مختلفو لارو امريکا ته خپل کسان ننباسي او بيا حملې ترسره کړي.
نوموړي وويل د پاکستان پر اټومي وسلو باندي هم د القاعدې له خوا د حملو ګواښ موجود دئ، ځکه په قبايلي سيمو کي لا اوس هم د القاعدې شبکه فعال حضور لري.
د سي، آى، اې مشر وويل القاعدې اوس داسي يوه ستراتيژي اختيار کړې چي امريکا ته يې کشفول خورا سخت کړي، خو د دوى راتلونکي حملې به دونه تاواني نه وي لکه د سپټمبر د يوولسي هغې چي په زرونو کسان ووژل.