راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې سعودي عربستان ته د ولسمشر كرزي سفر ته په اشارې دده د وياند په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې ښاغلې كرزې په افغانستان كې د سولې په ټينګښت كې له سعودي عربستان څخه د فعاله رول لوبول غواړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د افغانستان لپاره د ناټو د نوي ملكي استازي په وروستيو څرګندونو بحث كړې او ليكلي، چې اوس يى وخت دې، چې له افغانانو سره مرسته وشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د قوانينو له پلوه د ځينو ستونزو په اړه د كابل د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې د رئيس په څرګندونو بحث كړې او ليكلي، چې په افغانستان كې نافذه جزايي قوانين د هيواد له اوسنيو شرايطو سره هيڅ ډول اړخ نه لږوي.
ورځپاڼې په دوام كې ددې ستونزې اساسي علت د قوانينو په تدوين كې د بهرنيو لاس وهنه ښودلې او ليكلي، چې لا هم وخت شته، چې ددغو لاس وهنو مخنيوې وشي او په هيواد كې د اروپايي او امريكايي قوانينو د كاپي كولو مخنيوې وشي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې سعودي عربستان ته د ولسمشر كرزي د سفر په اهدافو بحث كړې او هيله يى څرګنده كړې، چې دا سفر به په افغانستان كې د سولې د راوستلو لپاره د دغه هيواد د ملاتړ د جلبولو لپاره يو بريالې سفر وي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ايراني پوليسو لخوا د پنځو افغان كډوالو په وژلو هم بحث كړې او ليكلي، چې د بهرنيو چارو وزارت دا اقدام غندلې او له ايران نه يى پدې اړه وضاحت غوښتې دې.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك د بريتانيى د بهرنيو چارو د وزير دې څرګندونو ته ځانګړې كړې، چې ويلي په افغانستان كې سياسي ستراتيژۍ بايد ژر تر ژره پلې شي.
ورځپاڼې ليكلي، چې دا ستراتيژۍ درې مهم ټكي لري، چې په هغو كې د افغانانو د باور جلبول، د تاوتريخوالي د ريښو له منځه وړل او د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره د ګاونډيو هيوادونو هڅول شامل دي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د فرانسې د بهرنيو چارو د وزير په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې د امنيت ټينګول د طالبانو له دوام داره تعقيب نه مهم دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغان دولت د سولې له طرحې نه د نړيوالې ټولنې او ګاونډيو هيوادونو ملاتړ ته په اشارې ليكلي، چې بايد د سولې د راوستلو لپاره دغه پورته شوې ګام په يو ستر غورځنګ بدل شي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د تفاهم په برخه كې د سعودي عربستان رول ته په اشارې هيله څرګنده كړې، چې د افغان دولت هڅې به رنګ راوړي.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې د حرمين الشريفين خادم د افغانانو ترمنځ د سولې په لار كې اغيزمن كردار ادا كولې شي.
افغان جرګه:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د پخلاينې لپاره د روانو هڅو په اړه په يو مطلب كې د ولسمشر كرزي د امنيتي چارو د سلا كار په حواله ليكلي، چې له طالبانو سره په بيلابيلو سطحو كې خبرې روانې دي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې دا خبرې لا هم په غير منظم ډول روانې دي او هدف يى د دواړو لوريو ترمنځ د باور رامنځ ته كول دي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د پاكستاني پوځ د مشر په حواله ليكلي، چې هيواد يى حاضر دې، چې د افغان ځواكونو د روزلو په بهير كې برخه واخلي.
د ورځپاڼې په وينا پاكستان غواړي له دې كار سره خپلې لويديځې پولې خوندي او خپل ټول پام له هند سره گډې پولې ته واړوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د پاكستان پدې وړانديز بحث كړې او پوښتلي دي، چې دا له افغانستان سره دوستي ده او كه له هند سره رقابت؟
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې د بهير د برياليتوب لپاره د اسلامي هيوادونو ملاتړ ضروري بللې او سعودي عربستان ته يى د ولسمشر كرزي سفر ته په اشارې ليكلي، چې سعودي كولې شي پدې برخه كې مهم رول ولوبوي.
ورځپاڼې خپل نننې كارټون هم په افغانستان كې د سولې لپاره روانو هڅو ته ځانګړې كړې او پكې دا ښودل شوې، چې پخلاينه تاوتريخوالې له منځه وړي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې او پخلاينې لپاره د ولسمشر كرزي په هلو ځلو تبصره كړې خو ددغو هڅو په برياليتوب يى شك څرګند كړې او ليكلي، چې ښه به دا وي، چې افغان حكومت د خلكو په وړاندې خپلو نورو مسؤليتونو ته پام وكړي.
ورځپاڼې پخپل دويم مخ كې بيا په سيمه كې د سعودي عربستان په رول تبصره كړې او ليكلي، چې دغه هيواد په سيمه كې يو له اصلي لوبغاړو څخه دې.