کور / تازه خبرونه / جنرال میولن : د طالبانو اغیزه مسلسل ډیریږی

جنرال میولن : د طالبانو اغیزه مسلسل ډیریږی

فرانس پریس آژانس راپور ورکوی چی د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال مایک میولن نن کانګریس ته وویل چی تاسو باید په بلیونونو ډالره منظور کړﺉ تر څو په هغه سره په افغانستان کی د طالبانو ډیرېدونکی نفوذ تم کړای سو . ده اعتراف وکړ چی ستاسو د کومک څخه پرته موږ په افغانستان کی برﺉ نسو ګټلای . جنرال میولن خبردارﺉ ورکړ چی : « طالبان د افغانستان په اکثریت ولایتونو کی زیاتېدونکی نفوذ لری او د پاکستان سره د دې هېواد سرحدی سیمه بیا هم د نړیوال تروریزم هسته ده . » ده په سرځوړۍ سره وویل چی « طالبان همدا اوس وایی چی موږ ګټونکي یو . » خو که موږ په ۱۸ میاشتو کی « خپله ستراتیژي عملی کړو ، نو و به ښیو چی هغوی د بریالیتوب څخه راګرځوو . » ده په ضمنی توګه نمایندګان وپوهول چی دغه ستراتیژي د پوځیانو ډېرښت او د ډالرونو باران دی .
خو د افغانستان د پرمختیاوو څارونکي په دې باور دي چی بارک اوباما د دوو لویو قوتونو په منځ کی راګیر دی چی هغه د پوځی وسلو جوړونکي بلیونران او د دې وسلو استعمالونکي جنرالان دي چی نتیجه به یې د امریکایی پوځ سولېدل او د مالی کسر ملاماتونکی پیټی وی .