کور / تازه خبرونه / د باليووډ د مشهور مسلمان لوبغاړي پلار ومړ

د باليووډ د مشهور مسلمان لوبغاړي پلار ومړ

د هندوستان د باليووډ سينما د مشهور لوبغاړي عامر خان پلار طاهر حسين په ممبى ښار کي له نړۍ سترګي پټي کړې.
د نوموړي د کورنۍ غړي وايي طاهر حسين د زړه له ناڅاپي حملې څخه داسي مهال په حق ورسېدئ چي زوى يې عامر خان په يوه فلمي فيسټوال کي د ګډون دپاره له هندوستان څخه دباندي وتلى وو او د پلار د مرګ په خبرېدو بيرته هيواد ته ستون سو.
طاهر حسين خپله هم په باليووډ کي د پروډيوسر په توګه کار کاوه، او په ١٩٩٣ کال کي د ((هم هې راهي پيار کې)) نومي فلم ډايريکټرۍ خپل شهرت ته ورساوه.
د ظاهر حسين څخه د عامر خان په ګډون دوه زامن او دوې لوڼي پاته سوې.