کور / تازه خبرونه / اوباما: القاعده د مسلمانانو قاتله ده

اوباما: القاعده د مسلمانانو قاتله ده

د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي د القاعدې په حملو کي تر ټولو ډېر تاوان مسلمانانو ته رسېږي او دا ډله د مسلمانانو قاتله ده.
باراک اوباما برايي شپه په سپينه ماڼۍ کي د يوټيوب کمپنۍ له خوا راټولو سويو پوښتنو ته پوره ٤٠ دقيقې جوابونه ورکړل.
نوموړى وايي القاعده او د هغو ملګري په نړۍ کي د سرطان د دانې حيثيت خپل کړئ چي له امله يې ټوله دنيا نا ارامه ده. اوباما وويل القاعده د افغانستان او پاکستان ترمنځ په قبايلي سيمو، يمن او سوماليا کي هم موجوده ده چي بېله فرقه پر ټولو باندي حملې کوي.
باراک اوباما القاعده د مسلمانانو قاتله وبلله، خو په عراق او افغانستان کي د امريکايي بمباريو او د اسرائيلو له خوا په فلسطين کي د بېګناه مسلمانانو د وژني په هکله يې هيڅ هم ونه ويله.
له اوباما څخه نوري پوښتني چي د يوټيوب انټرنيټپاڼي له خوا خلګو کړي وې، تر ډېره د امريکا پر اقتصاد، بېکارۍ، روغتيا او نورو ورځنيو ستونزو باندي راڅرخېدې.