کور / تازه خبرونه / په پیښور کی د ناټو لپاره یو ټانکر وسوځل سو

په پیښور کی د ناټو لپاره یو ټانکر وسوځل سو

سینهوا آژانس خبر ورکوی چی پرون د پیښور ښار تر خوا څو وسلوالو کسانو د ناټو لپاره د تیلو یو ټانکر ودراوه ، د هغه ډرایور او د ده همکار یې راکښته کړل او پر ټانکر یې څو فیرونه وکړل او هغه یې وچاواده چی ډیره ستره لمبه پر ګرځېده . خبر وایی چی د ناټو لپاره ۸۰٪ اکمالات د پاکستان له لاری کیږی .
د یو بل خبر له مخی چی د پاکستان ( نیوز ) اخبار ورکړ ، ویل کیږی چی بارک اوباما پرون د کانګریس څخه وغوښته چی د پاکستانی ځواکونو د روزلو او تجهیز ولو لپاره نور ۱٫۲ بلیونه ډالره منظور کړی . کانګریس تیر کال په همدې هدف ۷۰۰ ملیونه ډالره د پاکستان پوځ ته ورکړي وو .