کور / سياسي / د ارواسیا Eurasien د سیمې پر سر سیالي – سريزه

د ارواسیا Eurasien د سیمې پر سر سیالي – سريزه

لیکوال: شریف بهاند    اکتوبر ۲۰۰۷
څوک چې وکړی شي، د نل لیکو د نقشې د پلی کیدو په اړه تصمیم ونیسي، هغه د نړۍ د یوې سترې برخې برخلیک ټاکلی شي.  (فریدریک ستار)
سریزه:



په نړیواله کچه د هیوادونو د اقتصادي ودې له امله طبیعي زیرمو یا په بله وینا اومه توکو ته، نه یوازې اړتیا مخ په زیاتیدو، بلکې د دا ډول توکو د زیات لگښت له امله د هغوي زیرمې مخ په خلاصیدو او بیه یې مخ په لوړیدو ده. په تیره په نړیوال ډگر کې نوي اقتصادي ځواکونه د بیلگې په توگه هند، چین او د سویلي اسیا داسي نور هیوادونه د خپلو مخ په ودې اقتصاد د تندې د ماتولو له پاره دا ډول توکو ته زیاته اړتیا او په نړیوالو بازارونو کې د هغو د پرودل لیوال دي. د همدې زیاتې غوښتنې (تقاضا) له امله، د اومه توکو د راکړې ورکړې په نړیوال بازار کې تشه (خلأ) د رامنځته کیدو په حال کې ده، چې د لویدیځې نړۍ سیاستوال دغه حالت د خپلو هیوادونو اقتصادي ودې ته یو ستر گواښ  بولي.


په دغو اومه توکو کې، تیل او گاز تر ټول مهم او با ارزښته گڼل کېږي. اتریشي څانگیز پوه او د اروپایي ټولنې په پارلمان کې د دغه هیواد استازی، هانس کرونبرگر Hans Kronberger په خپل نامتو اثر ” وېنه د تیلو په بدل کې” دغه ارزښت ته داسي نغوته او په دې باب لیکی: “تا وقتیکه اقتصاد جهانی وابسته به نفت و گاز است، تا همان زمان دلیلی برای جنگ در بطن نظام ها وجود دارد. با موجودیت سه منطقۀ بحرانی، یعنی خلیج فارس، افریقا و اطراف بحیرۀ کسپین، هزارۀ سوم در حالی آغاز میشود، که آثار نا خوش آیند زورگویی قدرت ها، هر لحظه میتواند عواقبی وخیم و غیر قابل پیش بینی در بر داشته باشد (بهاند، شریف، ۲۰۰۷ ، مخ، ۲ ــ ۳). نو ځکه د دغو توکو د پاتي زیرمو د لاسته راوړو له پاره نوې ټلوالې جوړې، کړکیچونه، چې ان د جگړې بڼه یې غوره کړې ده، رامنځته شوي دي. باید یادونه وشي، چې اوسمهال د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې د اومه توکو د زیرمو د لاسته راوړلو پر سر د نورو هیوادونو تر څنگ تر ټولو دمخه د متحدو ایالتونو، هند، روسیې او چین تر منځه په ښکاره او پټه توگه مبارزه روانه ده.


نو اړینه بریښي، تر هر څه دمخه دا راوسپړل شي، چې د دغو مهمو او با ارزښته توکو، تیلو او گازو او همدارنگه د نورو توکو لکه یورانیم، مس، پلاتین، سرو زرو، سپینو زرو، اوسپنې، د ډبرو د سگارو، کوبالت Kobalt ،کُرم Chrom ، سربو، جستو، قلعی او د تیتانیمو زیرمې د نړۍ په کومه برخه کې او د هغوي پاتي ونډه څومره ده؟ سربیره پر نومول شوو هیوداونو د کومو نورو هغو او نړیوالو ټلوالو تر منځه د هغوي پر سر مبارزه روانه ده؟ او د دغو مبارزو پایلو پر نړیوال نظام او همدارنگه د پرمختیایي هیوادونو په سیاسي  ــ اقتصادي او پوځي وضعې څه ډول اغیز کړی دئ؟ ایا د افغانستان د اوسنې کړکیچنې وضعې لامَل د افغاني ټولنې له اقتصادي، سیاسي او ټولنیز وروسته پاتی والی څخه سرچینه اخلی؟ او یا دا چې د هغه لامَل د هیواد ستراتیژیک پریوت او که د اومه توکو پر پاتو زیرمو د واکمنې پر سر مبارزه کې نغښتی دئ؟ د دې پوښتنو د ځواب له پاره تر ټولو دمخه اړین بریښي، چې د اوسنیو جگړو هڅونکي لامَلونه وڅیړل شي.  


جگړه هڅونکي توکي:


په نړیواله کچه ځیني هیوادونه له اقتصادي، سیاسي او پوځي پلوه د متحدو ایالتونو د دولت او د هغه د اروپایي ټلوالې او دغه دواړه بیا د نورو سترو اقتصادي او پوځي ځواکونو کړه وړه په ډیر ځیر سره څاري. د دغو هیوادونو په اند د متحدو ایالتونو کړه وړه په ستونزمنو سیمو لکه افریقا، منځني ختیځ، منځنې اسیا او همدارنگه د ارام سمندر په شأ و خوا او د نړۍ په ځینو نورو برخو کې یو وزری عمل نه، بلکې له یوې هر اړخیزې او اوږدمهالې ستراتیژې څخه سرچینه اخلی، چې موخه یې پر ستراتیژیکو سیمو، د نومول شوو اومه توکو په طبیعي زیرمو او په تیره د تیلو او گازو په هغو واکمنې او همدارنگه په نل لیکو یې کنترول دئ. ځکه له یوېخوا د طبیعي زیرمو نا انډوله ویش او له بلې خوا د هغوي کمیدل او د بیې لوړیدل  له هغو مهمو لامَلونو څخه ګڼل کېږي، چې ستر ځواکونه، په تیره په اوس وخت کې خپلې د ملی امنیت ستراتیژي د هغو پر بنسټ طرحه کوي. ځکه د جیوپولیتیک پر بنسټ لکه د تیرې پیړۍ په څیر، په یوویشتمه پیړۍ کې هم برلاسه ځواک، هغه هیواد او یا د هیوادونو هغه ټلواله ده، چې پر طبیعي او په تیره بیا د فسیلې انرژۍ پر زیرمو په پشپړه توگه واکمنه وي. د تیلو او گازو دغه ارزښت ته دانیل یورگین داسی نغوته او وایي، چې په اوسنې نړۍ کې: گاز او” تیل د صنایعو پر مخ وړونکی ځواک او د تمدونونو د غوړیدو مهمه وسیله بلل کېږي”  ( S. 10.2006 Spiegel spezial,).


د کامپبل Campbell د لید له مخې، د نړۍ د تیلو د زیرمو په سلو کې له اتیاوو څخه زیاته برخه په دوو کمربندونو کې پرته ده. له هغو څخه یو یې زموږ د کُرې په لویدیځه برخه کې له الاسکا څخه پیل د کانادا له البرتا او د متحدو ایالتونو له منځنې او لویدیځې برخې څخه تیر، بیا تر مکسیکو او ونزویلا پورې رسیږي، چې د تیلو دغه برخه څه نا څه په بشپړه توگه د لویدیځې نړۍ په واک کې ده. دوهم کمربند د روسیې د فدراسیون له شمال، سایبریا څخه پیل د کسپین له سمندرگي څخه تیر د منځني ختیځ په لوری ان د افریقا تر شمالی برخې پورې غږیدلی دئ (وگوري: Reserven, Ressourcen und … , 1995, S. 7 )، چې د دغه کمربند ځینې برخې د سیالو هیوادونو زمکنۍ بشپړتیا او ځینې د هغو کړکیچنې سیمي بلل کېږي.  د تیلو د زیرمو پاتې شل په سلو کې په نایجیریا، انگولا، سودان، چین، هند او ناروی ته څیرمه په شمالی سمندر کې دي. د گازو سترې زیرمې په ختیځې او لویدیځې اروپا، هم گټو هیوادونو (پخوانی شوروی اتحاد)، منځني ختیځ، افریقا، شمالي امریکا، لاتینه امریکا او استرالیا کې دي، چې لاندنی جدول د زیرمو پریوت، ونډه، د هغوي تولیدونکي او لگښت کونکي هیوادونه په ښه توگه روښانه کوي: 


په کال ۲۰۰۰ کې د نړۍ د فسیلې انرژۍ لگښت کونکي، تولیدونکي او د هغې د زیرمو پریوت


شمېرنې د سلمې له مخې
































































































































































تیل گاز د ډبرو سکاره
ستر لگښت کونکي هیوادونه ستر لگښت کونکي هیوادونه ستر لگښت کونکي هیوادونه
متحده ایالتونه ۲۵،۶ متحده ایالتونه ۲۷،۲ متحده ایالتونه ۲۵،۸
جاپان ۷،۲ پخوانی شوروی اتحاد ۲۲،۸ چین ۲۲،۰
چین ۶،۵ منځنی ختیځ ۷،۹ پخوانی شوروی اتحاد ۸،۰
المان ۳،۷ بریتانیا ۴،۰ هند ۷،۵
  المان ۳،۳ جاپان ۴،۵
    المان ۳،۸
د نړۍ پاتې هیوادونه ۳۴،۵ د نړۍ پاتې هیوادونه ۳۴،۵ دنړۍ پاتې هیوادونه ۲۸،۴
ستر تولیدونکي هیوادونه ستر تولیدونکي هیوادونه ستر تولیدونکي هیوادونه
منځنی ختیځ ۳۱،۰ پخوانی شوروی اتحاد ۲۷،۸ متحده ایالتونه ۲۶،۷
پخوانی شوروی اتحاد ۱۱،۰ متحده ایالتونه ۲۲،۹ چین ۲۳،۳
متحده ایالتونه ۹،۸ منځنی ختیځ ۸،۷ پخوانی شوروی اتحاد ۹،۳
مکسیکو ۴،۸ کانادا ۶،۹ هند ۷،۲
چین ۴،۵ بریتانیا ۴،۵ سوېلي افریقا ۵،۵
ناروی ۴،۴   پولند ۳،۲
د نړۍ پاتې هیوادونه ۳۴،۵ د نړۍ پاتې هیوادونه ۲۹،۲ دنړۍ پاتې هیوادونه ۲۴،۸
د نړۍ د سترو زیرمو پریوت د نړۍ د سترو زیرمو پریوت د نړۍ د سترو زیرمو پریوت
منځنی ختیځ ۶۵،۳ پخوانی شوروی اتحاد ۳۷،۸ متحده ایالتونه ۲۵،۱
ونزوویلا ۷،۳ منځني ختیځ ۳۵،۰ پخوانی شوروی اتحاد ۲۳،۴
پخوانی شوروی اتحاد ۶،۴ افریقا ۷،۴ چین ۱۱،۶
متحده ایالتونه ۲،۸ اسیا / استرالیا ۶،۸ هند ۷،۶
    متحده ایالتونه ۳،۲ المان ۶،۸
د نړۍ پاتې هیوادونه ۱۸،۲ د نړۍ پاتې هیوادونه ۹،۸ دنړۍ پاتې هیوادونه ۲۵،۵

 

اخځ:


Agenda 21: Fossile Energie, in: Die Zeit, Nr.: 42 / 11. 10. 2001, S. 23 


د انرژۍ د نړیوالې ادارې او د برتیش پترولیم BP د تیلو د کنسرنې نوي رپوټونه د نړۍ د هغو د مطمینو زیرمو پریوت او د دغو توکو لگښت کونکي د بیلا بیلو سیمو پر بنسټ لا په ښه توگه روښانه کوي. 


په کال ۲۰۰۵ کې د نړۍ د بیلا بیلو سیمو د تیلو او گازو مطمینې زیرمې او د هغوي لگښت

















































سیمې تیل

میلیارد بیرله۱

گاز

په بلیون مکعب متره

د تیلو ورځنی لگښت ۲

په میلیونو بیرلو

شمالي امریکا ۲۱۳ ۷ ۲۵
منځنۍ او سویلی امریکا ۱۰۳ ۷ ۵
لویدیځه اروپا ۱۵ ۵ ۱۵
ختیخه اروپا او پخوانی شوروی اتحاد ۷۹ ۵۵ ۵
منځني ختیځ او شمالی افریقا ۷۹۸ ۸۰ ۶
افریقا ۴۸ ۶ ۲
اسیا ۳۶ ۱۱ ۲۳

۱ ــ  هر بیرل ۱۵۹ لیتره


۲ ــ د تیلو دغه ورځنی لگښت په کال ۲۰۰۴کې دئ.


اخځ:


Spiegel spezial, Das Magazin zum Thema Kampf um Rohstoffe, Nr. 5/2006, S. 8-9   


باید وویل شي، چې د شمالي امریکا د ۲۱۳ میلیاردو بیرلو تیلو د زیرمو له ونډې څخه د هغې ۱۷۹میلیارده بیرله په کانادا، ۲۱ میلیارده بیرله په متحدو ایالتونو او ۱۳ میلیارده بیرله په مکسیکو کې دي او د دغې سیمې له ټولیز لگښت، د ورځې ۲۵ میلیونه بیرله، یوازې د متحدو ایالتونو ورځنی لگښت ۵ ،۲۰ میلیونه بیرله دئ. همدارنگه د ارواسیا او د شمالی افریقا د سیمو د تیلو د مطمینو زیرمو ونډه په ټولیزه توگه ۷۸۶ میلیاردو بیرلو ته رسیږي، چې له دغې شمېرنې څخه  ۸ میلیارده بیرله په ناروی، ۶۰ میلیارده بیرله په روسیې، ۹ میلیارده بیرله په قزاقستان، ۷ میلیارده بیرله په اذربایجان، ۲۶۷ میلیارده بیرله په سعودي عربستان، ۱۳۲ میلیارده بیرله په ایران، ۱۱۵ میلیارده بیرله په عراق، ۱۰۴ میلیارده بیرله په کویت، ۹۸ میلیارده بیرله په عربی اماراتو، ۳۹ میلیارده بیرله په لیبیا، ۱۵ میلیارده بیرله په قطر، ۱۱ میلیارده بیرله په الجزایر او ۵ میلیارده بیرله په عمان، ۱۸ میلیارده بیرله په چین او ۶ میلیارده بیرله په هند کې دي ( وگوري S. 8-9.2006 Spiegel spezial,). په داسي حال کې چې د دغې سیمې د تیلو ټولیز لگښت د ورځې ۴۹ میلیونو بیرلو ته رسیږي، چې له دغې جملې څخه د المان ورځنی لگښت ۶ ،۲ میلیونه بیرله، د چین ۷ ،۶ میلیون بیرله، چاپان ۳ ،۵ میلیون بیرله او د هند ورځنی لگښت ۶ ،۲ میلیونه بیرله دئ.


د انرژۍ د نړیوالې ادارې د محاسبې له مخې د نړۍ د وگړو د تیلو لگښت په کال ۲۰۰۵ کې، د ورځې ۸۳ میلیونه بیرله و، چې دغه لگښت به په کال ۲۰۱۰ کې د ورځې له ۹۰ میلیونو بیرلو زیات وي او په کال ۲۰۳۰ کې به څه نا څه د ورځې ۱۱۵ میلیونو بیرلو ته ورسیږي ( وگوري S. 10.2006 Spiegel spezial,). له پورتنیو شمېرنو دا پایله تر لاسه کوو، چې د اوراسیا سیمه د انرژۍ د زیرمو له پلوه، تر ټولو بډایه، مهمه او د پام وړ  سیمه گڼل کېږي.  


خو اوسنی تخنیکی او صنعتی انقلاب د فسیلې انرژۍ تر څنگ نورو طبیعي توکو ته هم اړتیا لري. د ساری په توگه الکترونیکی او د ودانیو جوړولو صنایع مسو او اوسپنې ته، د فولاد جوړولو صنایع د نورو تر څنگ اوسپنې ته، د اتومي وسلو او د بریښنا د تولید صنایع یورانیمو ته، د الوتکو صنایع د نورو تر څنگ المونیمو ته، د فولادو، بترې او کیمیاوي صنایع جستو ته، … او داسي نور. لاندنی جدول د نړۍ د دغو شتمنیو د زیرمو په پریوت او بیې په ښه توگه رڼا اچوي: 


د فلزي توکو د زیرمو پریوت او د هغو بیه


     



































































فلزي توکي د سترو زیرمو پریوت د هر ټن بیه په ډالر
سره زر اندونیزیا، سویلی افریقا، استرالیا، روسیه، ارجنتاین ۶۲۶
سپین زر استرالیا، مکسیکو او پیرو ۹۸ ، ۱۲
پلاتین سویلی افریقا، کانادا،روسیه او متحده ایالتونه ۱۲۳۱
اوسپنه برازیل، استرالیا، سویلی افریقا، چین او سویدن ۳۵ ، ۷۷
کرُم سویلی افریقا، قزاقستان او هند ۴۹۹ . ۱
نکل کانادا، روسیه، استرالیا او کیوبا ۰۰۰ . ۲۴
کوبالت د کانکو د.ج.، استرالیا، کیوبا او کانادا ۳۰۶ . ۳۱
مس چلی، پولند، متحده ایالتونه او اندونیزیا ۵۰۰ . ۷
سرب متحده ایالتونه، کانادا، استرالیا او ایرلند ۹۹۹
جست متحده ایالتونه، کانادا، استرالیا او ایرلند ۳۷۲ . ۳
قلعی چین، برازیل،اندونیزیا، بولیویا او پیرو ۴۰۰ . ۸
المونیم استرالیا، گونیا، برازیل، جیمایکا او روسیه ۵۵۶ . ۲
تیتانیوم استرالیا، سرلیونو، سویلی افریقا او موزامبیق ۰۰۰ . ۲۹
یورانیم کانادا، استرالیا، نیجر او نامیبیا ۴۱۰ . ۱۰۱

• د هر یو سوچه انس ۱ ،۳۱ گرام بیه ده.


اخځ: 


. Nr. 5/ 2006, S. 52-56.2006 Spiegel spezial,  


د نوموړو توکو له دغو سترو زیرمو سربیره، د هغو د پام وړ زیرمې د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم شته دي، چې ښې بیلگې یې په اسیا کې ازبکستان او قزاقستان د نورو توکو تر څنگ د یورانیمو او سروزرو، تاجیکستان د سپینو زرو، افغانستان د گازو، مسو، اوسپنې، زمردو او د لاجوردو، د افریقا په وچه کې گابون، انگولا، کنگو برازاویل، چاد او کامرون د تیلو د زیرمو او همدارنگه سودان، نامیبیا، سویلي افریقا، موزامبیق او تانزانیا د گازو د زیرمو له امله د پام وړ هیوادونه دي. نو ځکه د دا ډول سیمو د تر کنترول راوستلو له پاره د نړۍ ستر ځواکونه په هغو کې لاسوهنه کوي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو پخوانې وزیرې، مادلین البرایت د لاسوهنو په اړه ویلي: ”  لاسوهنه له دې سره تړاو لري، چې یوه سیمه له ستراتیژیک پلوه څومره د ارزښت وړ ده”  ( Jürgen Wagner / Andreas Seifert, S.1).


د لومړۍ برخي د لوستلو د پاره لومړۍ برخه