د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون نن د دوشنبې په ورځ افغانستان ته خپل نوى ځانګړى استازى اعلان کړ.
بانکې مون وويل تر ناروېژي کاى آيډي وروسته به په افغانستان کي د دوى سياسي نماينده سويډنى ډيپلومات سټيفن
دي مستورا وي.
بانکي مون وايي نوى استازى يې په ملګرو ملتونو کي له نيژدې درو لسيزو راهيسي کاري تجربه لري او په سوماليا، منځني ختيځ، بالکان، کاسوو او نيپال کي يې دمخه د ملګرو ملتونو په بېلابېلو نمايندګيو کي کار کړئ دئ.
ټاکل سوې ده چي د کاى آيډي دنده به د فبروري پر اته ويشتمه پاى ته ورسېږي، نوموړي که څه هم خپله ويلي چي نور په افغانستان کي کار نه کوي، خو د ډېرو په ګومان ملګرو ملتونو يې دمخه لا د ليري کولو کړې وه.
کاى آيډي د تېر کال د اګست په انتخاباتو کي د حامد کرزي په ګټه پر درغليو د سترګو په پټولو تورن سوئ وو.
د بانکي مون په وينا سټيفن دي مستورا له ١٩٨٨ څخه تر ١٩٩١ پوري په افغانستان کي د ډبليو، ايف، پي يا خورکا د نړۍوال سازمان د مشر په توګه کار کړئ.