مخکي له دې چې پورتنۍ پوښتني ته ځواب ووایم، لومړي غواړم چې د سولي او امنیت ترمنځ توپیر او یو له بل سره په اړیکو یو څه ولیکم. البته دا زما شخصي نظر دي، د حکومت ددریځ او پالیسي څرګندونه نه کوي.
په قرآن کریم کې چېرته چې د مقاتلي، جنګ د ددرولو او د جانبینو ترمنځ د اعتماد د رامنځ ته کولو ذکر کېږي، هلته د سولې کلمه کارول سوېده. د مثال په ډول: (وان طایفتان من المومنین اقتتلوا فاصلحو بینهما)، که چیري د مومنانو ددوو ډلو او قبیلو ترمنځ جګړه وي، نو ترمنځ یي سوله وکړي. یا د حدیبیي د صلح په وخت کې وايي: (والصلح خیر) سوله غوره ده. (و ان جنحوا لسلم فاجنها لهم). که چیري دوي د سولي لاس در وغځوي، نو تاسو هم ورته د سولې لاس وروغځوي.
چېرته چې د غربت، خوف، ویري، روزي او د مال او ځان د له لاسه ورکولو ذکر شویدی هلته د امن کلمه په کار وړل شویده. لکه ابراهیم علیه السلام د کعبې د جوړولو وروسته دا دعا وکړه (رب اجعل هذالبلد امنا) اي الله دا ښار یعني مکه د امن ښار و ګرځوې او بیا وروسته وايي (ورزق اهله من الثمرات) اوسیدونکو ته يي له میوو څخه روزي ورکړې.
یا د قریش په سورت کې فرمايي: (…. فلیعبدوا رب هذا البیت الذي اطعهم من جوع و امنهم من خوف). …. دهغه پالونکي او رب عبادت وکړئ کوم چې تاسو يي له ویري او لوږي په امن کې وساتلي). یا الله جل جلاله فرمايي: (ولنبلونکم بشی من الخوف والجوع و النقص من الاموال و الانفس والثمرات و بشر الصابرین). تاسو په ویره، لوږه، د مالونو، ځانونو، میووو په لاسه ورکولو ازمويي او صبر کوونکو ته زیري ورکړي او د عصر په سورت کې صبر د ایمان برخه ګرځیدلې ده.
په لنډ ډول ویلاي شو چې سوله د جنګ، ډز او ډوز، مقاتلې او ځورني درول دي او د متخاصمو ډلو ترمنځ د اعتماد فضا را منځ ته کول دي ترڅو د امنیت لپاره زمینه برابره کړي او امنیت دټولو وګړو- که متخاصمي وي او غیر متخاصمي وي- له هر ډول ویري- که د جګړي، غربت، فقر، ناپوهي، بي اتفاقي، تجاوز، بي کاري، ساسي انزوا، ټولنیز او اقتصادي محرومیت، برترۍ او هري بلي وجي وي- له منځه وړلو یا حد اقل کمولو ته وايي.
د پورتني توضیح په نظر کې نیولو سره لومړي باید سوله راشي، بیا پر امنیت کار وشي. ځکه چې سوله سیاسي پرېکړو او امنیت هراړخیزه اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او خدماتي پروګرامونو ، پالیسیو، ستراتیژیو او پروسو ته ضرورت لري، البته د هغو سیاسي پرېکړو او توافقاتو په نظر کې نیولو سره چې د متخاصمو ډلو ترمنځ ورباندي توافق شوی وي.
لاندي ۱۰ هغه ټکی دي چې د سولې د لارې خنډ دي، او د مخالفینو او دولت ترمنځ ګډو سیاسي پرېکړو ته ضرورت لري.
۱. د تورلست موضوع:
د چا واک دی؟ کوم کسان په تور لسټ کي پاته شي، که ورنه ټول لري شي؟ او آیا تور لسټ باید د خبرو مانع شي او کنه؟ او دې ته ورته پوښتني.
۲. دنظام نوعیت:
آیا مخالفین په اوسني نظام توافق لري او که په کې بنسټیز تغییرات غواړي؟ آیا وړاندیز شوي تغییرات معقول دي او کنه؟ آیا تغییرات د منلو وړ دي او کنه؟ كه تغييرات د منلو وړ وي، څه وخت راشي؟ آیا د تغییر د نه منلو سره سره سوله خبري کېداي شی او کنه؟ سیاسي واک ته د رسیدو کومه لاره غوره ګڼي؟ انتخابات، سوله اییزه سیاسي مبازره، او که مسلحانه چلند؟!
۳. له مخالفینو سره خبري کول:
دچا اوکومي ډلي سره او په کومه کچه خبري وشي؟ آیا د ټولو ډلو غوښتني یو ډول دي که ترمنځ يي اختلاف شته؟ آیا نړېوال غواړي چې له هرچا سره د خبرو پروسه ملاتړ کړي او کنه؟ چېرته ورسره خبري وشي؟ دمنځګړو له لاري او که نیغه په نیغه؟ په خپل هېواد کې او که په بل هېواد کې؟ له هري ډلي سره بیلي بیلي او که یوځاي خبري وشي؟
۴. دبهرنیانو موجودیت په افغانستان کې:
ددې شرعي جواز څه دی؟ د نړېوالو میثاقونو او اسلامي قوانینو په رڼا کې د ټولو مخالفينو ګډ دریځ څه دی؟ آیا ټول په دې اړه یوه خوله دي او کنه؟ په دې اړه د ګاونډیو هېوادونو دریځ څه دی؟ دهرې مخالفي ډلې ددریځ حد څومره دي؟ آیا ددوي په موجودیت کې خبري او سوله ییزه تګلاره خپرول ممکنه ده او کنه؟
۵. دجهاد موضوع:
دموجوده نظام په خلاف د جهاد کولو شرعي او قانوني جواز شته او کنه؟ آیا د افغانستان ټول عالمان، د عالم اسلام او سیمي د هېوادونو عالمان د مخالفینو مبارزي ته جهاد وايي او کنه؟
۶. دالقاعده، اسامه او طالبانو د اړیکو څرنګوالی:
دا اړیکي د اسلام، افغانستان په ګټه دي او که په تاوان؟ په دې اړه اسلامي دریځ څه دي؟
۷. د ګاونډیو هېوادونو د نقش کچه او څرنګوالي:
د ټولو پورته موضوعاتو په اړه د ګاونډیو هېوادونو مثبت او منفي نقش څه ډول دی؟ آیا ټول ګاونډیان یو ډول دریځ لري او کنه؟ آیا له ګاونډیو هېوادونو سره د اختلاف په حال کي تفاهم او توافق کېداي شي او کنه؟
۸. د جګړي ابعاد:
یوازي سیاسي او که اقتصادي، فرهنګي او که ټولنیز؟ آیا ایډیالوژیکي ده، که نور ابعاد هم لري؟ د ټولو ابعادو په اړه د مخالفو ډلو دریځونه څه دي؟ آیا تاریخي بعد هم لري او کنه؟
۹. دجنګي جنایتونو او د بشر د حقونو موضوع:
څوک جنګي مجرم او یا د بشر د حقونو سرغړونکي دي؟ دا پرېکړه به څوک کوي؟ حدود او ثغور به يي څه وي؟ دوي و بخښل شي او کنه؟ د بخښلو واک له چا سره دی؟ که محاکمه کېږي، څوک به يي محاکمه کوي؟
۱۰. دعامه معنوي او مادي شتمنیو موضوع:
ځانمرګي روزل ، ملکي تلفات کول، د عامه شتمنیو لکه ( داوبو بندونه، مارکیټونه، دعامه ګڼي ګوني ځایونه، پل، پلچک، ښوونځي، لويي لاري، باغونو، ونو، زراعتي حاصلاتو، دولتي او غیر دولتي وداني او نورو ورانول او پکې ماینونه ايښودل یا پکې چاودني کول)، د قومي مشرانو، دیني علمانو، سپین ږیرو، ملي سوداګرو، ښځو، دولتي ملکي مامورینو ویرول، تښتول او وژل. په دې اړه باید د اسلام، افغانیت، انسانیت او نړېوالو اصولو په رڼا کې ګډ دریځ څرګند شي.
پورتني ټول موضوعات که حل نشي، سوله نشي راتلای او نه د اعتماد فضا را منځته کېداي شي نو چې سوله نه وي امنیت او بیارغونه هیڅکله نشي راتلای. د سولي د راتګ لپاره په ټولو پورته موضوعاتو د مخالفینو او حکومت ترمنځ ترهرڅه دمخه سیاسي توافق، تفاهم او تایید ته ضرورت دی. پورته موضوعات له بلي هري لاري نشي حل کېدای، یوازي سیاسي او شرعي پرېکړو ته ضرورت لري.
ددې په خاطر چې سوله او بیا امنیت راشي، زه لاندي ۶ وړاندیزونه لرم:
اول: مخالفین، دولت او ناټو د په هغو ټکو سره خبري وکړي چې ترمنځ يي مشترک دي، په کومو ټکو چې اختلاف لري، هغه ددخبرو دوهم، دریم او حتي اخرني پړاو ته پرېږدي. ټول دي په ګډه د اختلاف اساسي ټکي په نخښه کړي.
دوهم: دواړه خواوي دي د اسلامي عالمانو یو نړېوال کانفرانس راوغواړي او د جګړي په حقانیت او عدم حقانیت شرعي دلالیل وړاندي کړي او ټول یا اکثریت باید شرعي او قانوني دریځ اعلان کړي. ترڅو هغه ملت چې د ذهني کشمکش ښکار دی، خپله خوا معلومه کړي.
په دې کار سره د جنګ کولو انګیزه ختمېدای شي. البته ددې کانفرانس د غړو عالمانو لپاره باید ژور شرایط کېښودل شي او هرڅوک يي غړیتوب ونلري. په دې کانفرانس کې د طالبانو او نورو مخالفینو مفتیان، د حکومت مفتیان او مستقل مفتیان حتما شامل کړای شي. هره ډله دهماغه مفتي معرفي کړي چې ورباندي اعتماد لري.
دریم: ټولي خواوي دخپل دریځ د تحمیلولو په لټه کې نه بلکې یوازي د دحقیقت په لټه کي شي. کله چې علماوو کرامو موضوعات روښانه کړل بیا د د بین الافغاني خبرو او اترو له لارې د حل عملي لاري چاري و لټوي. ټول مخالفین باید له القاعده او نورو نړېوالو شبکو سره خپل پرېکون اعلان کړي او د ګډو سیاسي پرېکړو پوري اوربند وکړي او په هیڅ ډول نظامي عمل د لاس نه پوري کوي، حتي که خبري کله نا کله له بندبست سره مخ کېږي. ددواړو غوښتني باید عملي بڼه ولري او واقعیتونو او حقایقو او د زمان د ایجاباتو په نظر کې نیولو سره مخ پر وړاندي ولاړ شی.
څلورم: ټول مخالفین باید د پورته او ورته موضوعاتو په اړه له یوه ادرسه له حکومت سره خبره وکړي.
پینځم: دمخالفینو او حکومت ترمنځ خبري باید په لومړي مرحله کې جلا، پټي او د خبرو پروسه د ځينو داخلي او خارجي رسنیو د ناسمو تحلیلونو قرباني نشي.
شپږم: د د عالمانو د کانفرانس د پرېکړو، دمخالفینو او حکومت د ګډو سیاسي پرېکړو او توافقاتو په نظر کې نیولو سره لویه جرګه راوغوښتل شي او د دایمي امنیت لپاره نهايي پرېکړي اعلان کړي او د اختلاف په صورت کې د نهايي واک د عالمانو مستقلي کمیټې ته ورکړای شي او ددوی پرېکړې د ټولي خواووي په سړه سینه ومني.
که کوم اړخ يي نه مني، باید له واک سپارلو مخکې خپل ملاحظات ووايي، هغه لري کړاي شي او که نشي لري کېدای نو پريکړه د اکثریت په اراوو وشي او بیا دي واک د عالمانو مستقلي کمیټې ته و سپارل شي. که ورنه سرغړونه کېږي، باید ټول اړخونه دهغه چا څخه ملاتړ وکړي، چې سوله او امنیت غواړي.
* دا ليکنه د ښاغلی محمد حلیم فدايي د میدان وردګو والي او د جنوبي آسیا د ازادو ژورنالسټانو د ټولني پخوانی ريس شخصي نظر دی، د حکومت ددریځ څرګندویه نه ده .